
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې نړیوال بازار ته په کتو سره د ډبرو سکاره پلوري او اوس مهال یې بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکايي ډالره ده. د دې وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور له ملي تلویزون سره
په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له هېڅ هېواد سره پر نورو پیسو د کانونو په پلورلو کې معامله نه کوي او له پاکستان سره تراوسه په کلداره سکاره نه دي پلورل شوي او نه به راتلونکي کې دا کار ترسره کړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان اوس مهال په زیاته اندازه د ډبرو د سکرو کانونه لري او شاوخوا یو میلیارډ ډالر هرکال له دې سکرو څخه افغانستان ترلاسه کولی شي. د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې ګواکې له افغانستان څخه پاکستان ته صادرېدونکي سکاره په کلداره باندې پلورل کیږي، خو د کانونو وزارت سرپرست وايي، چې په بهرنۍ کرنسۍ هېڅکله معامله نکوي.