کاناډا: هغه افغانان خپل هېواد ته استوو چې ژمنه مو ورسره کړې ده
38
شریک شوی
کاناډايي چارواکي وايي چې دغه هېواد ته له ګواښ سره د مخ افغانانو د لېږد بهیر په برخه کې ګڼې ستونزې شته، خو دوی هڅه کوي چې له خپلو کړیو ژمنو سره سم، د افغانانو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر وايي چې د افغانانو د خوندي ایستلو بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو سربېره به دوی
هغه افغانان کاناډا ته راولي چې ژمنه یې کړې ده. شان فریزر پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې تر دې دمه نږدې ۱۷۰۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلې دي. د کاناډا د کډوالو چارو وزیر همداراز ویلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د هغو افغانانو اېستل چې له ګواښ سره مخ دي، یوه لویه ننګونه ده او د تخلیې بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.