کاناډا څه باندې ۲۰زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې.
د کاناډا لومړی وزير جسټن ټروډو وايي، هېواد يې تېر يوه کال کې څه باندې ۲۰زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې او دغه شمېره به ۴۰زرو ته ورسېږي.
ټروډو ويلي، موږ له کاناډايانو سره په ګډه کار کوو، څو ډاډمن شو چې دغه هېواد ته تازه راغلي افغان کډوال د امنيت او ارامښت احساس کوي.
په ورته وخت کې د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر ويلي، موږ ډېره هڅه کوو، چې ژر تر ژره لا ډېر افغانان خپل هېواد ته راوغواړو.
د افغانستان له پرځېدو او د دغه هېواد د وضعيت له ترينګلتيا وروسته، د کاناډا په ګډون يو شمېر نور هېوادونه هڅې کوي چې له ګواښ سره مخ افغانانو ته پناه ورکړي.