سپورټ

کامران اکمل: پاکستان دې له هند سره د لوبې انکار وکړي

dc Cover lo598omfrqcgbei1srdo2tpff3 20200428092450.Medi
Avatar photo
Written by Zwak News

د هند کرکټ بورډ د سکرتر جایشاه د هغې اعلامیې د اعلان وروسته چې ویلي يې دي چې دوی د ۲۰۲۳ کال اشیا کپ سیالیو لپاره پاکستان ته سفر نه کوي،د پاکستان کرکټ بورډ او د هغوی لوبغاړو یې غصه را پارولي ده.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ ساتوونکي لوبغاړي کامران اکمل د هند کرکټ بورډ د یادې پریکړې په ځواب کې ويلي،چې پاکستان باید نړیوال جام کې د هند سره د لوبې څخه چې اکتوبر په ۲۳مه نېټه ده،انکار وکړي.

«جایشاه ان تردې چې په تیر اشیا کپ کې یې د پاکستان او هندوستان په لوبه کې ګډون هم درلوده،مونږ داسې تمه نه وه چې هغه به داسې پریکړه کوي.هغه باید سپورټ له سياست سره داخل ونه تړي.اشیا کپ به یوازې پاکستان کې ترسره کیږي او که داسې ونشول،نو پاکستان باید د هند سره د هر قسم لیول لوبو څخه،که هغه د ای سي سي لوبې وي،اشیا کپ لوبې وي او ان د دوی سره د اکتوبر په ۲۳مه نېټه ترسره کیدوونکي لوبې کولو څخه هم انکار یا بایکټ وکړي.

Leave a Comment