کابل کې د پاکستان سفیر ویلي، چې تېرو دوو لسیزو کې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې وې او هند یې ملاتړ کاوه.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان له اسوشیټېد پرس سره په خبرو کې ادعا کړې، چې تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د هند له لوري تمویل او روزل کېدې.
نوموړي ویلي: «هغوی کرښې ته څېرمه سیمو کې خوندي پټنځایونه موندلي او د افغانستان له خاورې یې د پاکستان، پخوانیو قبایلي سیمو او د بلوچستان ایالت د بې ثباته کولو لپاره ترهګریز فعالیتونه کول.»
دغه پاکستاني ډیپلوماټ زیاته کړې، چې تېرو څو لسیزو کې هند د افغانستان په ځینو سیمو کې پانګونه کړې او له هغه ځایه یې هڅه کوله، چې په ترهګریزو فعالیتونو سره پاکستان بې ثباته کړي.
پاکستاني سفیر په افغانستان کې د پاکستان پر رول د ټينګار تر څنګ ویلي، وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، پاکستان د ژمي په راتګ سره د افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره د بشري مرستو په رسولو کې د اسانچاري رول لوبولی دی.
د نوموړي په خبره، نړیواله ټولنه دې له افغان جګړه ځپلې ټولنې او بنسټونو سره مرسته وکړي؛ تر څو وکړای شي، پر خپلو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو برلاسي شي.
کابل کې د پاکستان سفیر زیاته کړې، چې طالبانو ډاډ ورکړی، د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارېږي. نوموړي ویلي: «موږ له دې ژمنی هرکلی کوو. موږ باوري یو، چې دا ژمنه تضمیني ده.»
نوموړي په دې مرکه کې د افغانستان بانک د زېرمو خلاصول او د بېوزله افغانانو د دردونو د کمولو لپاره مالي مرستو ته دوام ورکول اړین وبلل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د اقتصادي پرځېدا د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د پراخو تعاملاتو له لارې خپلې مرستې زیاتې کړي.
منصور احمدخان یادونه کړې: «اړینه ده، چې اقتصادي بندیزونه د افغانانو پر ضد ونه کارول شي. د افغانستان بهرنۍ زېرمې دې افغانستان ته په واک کې ورکړل شي، تر څو د خلکو د هوساینې او ګټو لپاره ولګول شي.»
نوموړي له ملګرو ملتونو او ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو ملاتړ وکړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پاکستان هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.