د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د پلازمېنې په بازارونو کې د سبزيو په ځانګړې توګه د پيازو او رومي بانجانو د بيې له لوړېدو شکايت کوي. دوی وايي چې ورځ تر بلې يې د کابل په بازارونو کې بیې لوړیږي. د کابل ښار د
اوسېدونکو په وينا، ډېری کورنۍ بېوزله دي او د پيازو او رومي بانجانو د پېرلو توان نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د روژې میاشتې په راتلو سره د افغانستان بازارونو کې د سبزيجاتو او نورو خوراکي توکو بيې لوړېږي.
هېواد کې د لويو او معياري سړوخونو نهشتون لامل شوی چې هر کال د پيازو او رومي بانجانو په څېر کورني محصولات پاکستان ته صادر او بيا يې بېرته په لوړه بيه افغانستان ته واردوي.