افغانستان بیا رغونه خبرونه

کابل ته یوه قطري الوتکه سره د تخنیکي ټیم راغله

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

ځواک نیوز (سپټمبر ۱) د سرچینو په وینا، یوه قطري الوتکه سره د تخنیکي ټیم د چهارشنبه په ورځ کابل ته په دا سې حال کې راورسیده چې تیره ورځ له کابل هواډګر څخه امریکایان ووتل او د ځینو چورکلو او الوتکو په ګډون يې نو سستمونه هم ویجاړکاړي وو.

د فرانسې خبري آژانس وایي چې نن د قطر او ترکیې یوه تخنیکي ډله کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته رسیدلې تر څو له امریکایانو وروسته د هوایي ډګر د بیرته رغیدو چارې پیل او هوایي ډګر ژر نورمال حالت ته را وګرځوي.

“پداسې حال کې چې قطر ا طالبانو تر منځ د تخنیکي مرستې چمتو کولو په اړه هیڅ موافقه نده شوې؛ خو د قطر تخنیکي ټیم د نورو خواوود غوښتنې پراساسی دا کار کړی دی.

ویل کیږي چي لا هم دهوايي ډګر د امنیت د ټنګښت او بشري مرستو لپاره الوتنې بیا پیل کولو په پار هڅې روانې دي. دا په داسې حال کې چي بیګا شپه ناوخته د شپې په ۱۲بجو ټول امریکایان له هوايي ډګر څخه ووتل او د دوي نظامي ماموریت په بشپړ ډول پایی ته ورسیده. امریکایي چارواکو ویلي چې د کابل هوایي ډګر په خراب حالت کې دی، ډیری بنسټیزې زیربناوې يې تخریب شوي یا ویجاړې شوي.

Leave a Comment