نړیوال خبرونه

کابلوف ښايي نوی حکومت په رسمیت وپیژنو

FB IMG 1655307548829
Avatar photo
Written by Zwak News

کابلوف ښايي نوی حکومت په رسمیت وپیژنو
روسیه وايي ښايي د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي،

ددې ډېر احتمال شته چې روسیه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې چې بهرنیو چارو وزارت له ولسمشر پوتین سره په دې اړه مشورې کړې دي او په خبره یې د رسمیت په مسئله کې مسکو د واشنګټن لار نه تعقیبوي.

کابلوف همدا راز وایي ولسمشر پوتین امر کړی چې له افغانستان سره همکاري ډېره شي او له دغه هېواد سره د غلو دانو او نورو محصولاتو مرستې وشي.

دغه روسي ديپلومات دغه راز ویلي چې ټاکل شوې چې په نږدې ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مسکو ته لاړ شي او له روسیې سره د محصولاتو د پېرلو په اړه هوکړه وشي.

Leave a Comment