تعلیم

ښکلو نجونو ته کتل روغتيا ته تاوان لري

20220801 154059
Avatar photo
Written by Zwak News

ښکلو نجونو ته کتل روغتيا ته تاوان لري!؟
د هسپانیا د والنسيا پوهنتون څېړونکو په يوه نوې څېړنه کې جوته کړې چې له خورا ښکلو او خوش اندامه نجونو سره ليدل او گرځېدل ؛ د سړيو د زړه لپاره د سختو صدمو او ناروغيو د رامنځته

کېدلو لامل کېږي.
له يوې ښکلې او ښايسته نجلۍ سره مخامخ کېدل په سړيو کې د هورمونونو توليد دومره ډېروي چې حتى زړه ته د تاوان رسېدو لامل کېږي. هغه فشار چې په دې وخت کې په سړي واردېږي د هغه اغېز په ډول دى لکه له يوې ونې چې د رالوېدو په وخت کې يې حس

کوي.
په دې څېړنو کې په ٨٤ محصلينو څېړنې وشوې، د دې محصلانو د کورټېزول کچه له يوې ښکلې جينکۍ سره تر مخامخ کېدو مخکې او وروسته

اندازه کړاى شوه.
د يادولو وړده چې کورتيزول يو مهم هورمون دى چې بدن: د انرژي د تجزيې ، د ژوندي پاتې کېدو او د درد د زغملو لپاره هغه ته اړتيا لري، خو له حده زيات ډېرښت يې د يوۀ موزمن

فشار لامل کېږي.
دې څېړنو وښوده، چې د محصلانو د کورتېزول کچه له ٥ دقيقو وروسته په ډېره حيرانونکې توگه لوړه شوې وه، او دا ډېرښت تر دې بريده وو، چې امکان يې په محصلانو د زړه حمله راشي ، يانې دا چې: د دې هورمون په له اندازې زيات ډېرښت د دې کېدون شته چې يو انسان په خپل سر د زړه په ناروغۍ ، د پښو د عضلو په سستوالي ( د غوړگو تښتېدل) ، د وينې په لوړ فشار، او ضعف کېدلو اخته شي چې دا ټولې


مرگونې ناروغۍ دي.
خو ياده دې وي چې د دې هورمون طبيعي ډېرښت په بدن مثبت اغېزې لري، او د ټول بدن د روغتيا کچه پياوړې کوي.

Leave a Comment