جنسي لارښود

ښځې د جن+سي اړیکو پر مهال د نارینه وو دغه 6 کړنې هیڅ نه خوښوي

20221031 150825
Avatar photo
Written by Zwak News

د جن سي اړیکې پر مهال ضربه ، دا لامل ، چې د روغتیا نړیوال سازمان په ګوته کړی په افغانستان کې يې نښې ډېرې لیدل کېږي ځکه چې دلته زموږ د ډېرو مراجعینو په وینا جن سي اړیکي سم ج نسي تېری دی او دا خبره ډېره ځله ښځو ته له وړاندې هم ډېر وحش تناکه انځورېږي او ډېر نارینه تر اوسه هم د لومړۍ جن سي اړيکې په نازکوالي او احتیاط نه پوهېږي .

② په افغانستان کې په ځانګړي ډول د نارینوو لپاره ګډ ژوند له جن سي اړتیا سړولو پرته بل هیڅ څه نه دی ، په افغانستان کې چې کله واده کېږي او د واده شپه راځي نو نارینه خپل ټول توان د خپلې اړتیا په اړوند فکر کوي او پلان جوړوي او مقابل لوري او چمتو والي ته یې پام نه کوي . دا کیسې ځینو نجونو ته له پخوا هم شوې وي او د واده شپه ورته ډېره وحشت ناکه انځور شوي وي او بیا ، زوم په لومړی شپه ۳ تر ۱۱ ځلو پورې هم جن سي اړیکه ساتي نو د ج نسي شریک یې د ټول عمر لپاره له جنسي اړیکي کرکه او په خپله په اړیکي کې کرکه ورته پيدا کېږي او دا خبره که بیا وروسته اصلاح هم شي او چلند سم هم شي د لومړی شپې ډار او عاطفي او رواني نه چمتوالی یې ټول عمر له ذهنه نه وزي او رابطه د تل لپاره وژني .

③ په ډېری ټولنو کې ښځو ته دا خبره کېږي چې ګڼې تاسو په دې خاطر خلق شوي یاست چې د نرانو اړتیاوې او تندې ماتې کړئ او بس ټول عمر همدې کړنې ته تیارې اوسئ ، دغه انځور د ښځو لپاره د جنسي اړیکي په برید د کرکې او درد لامل ګرځي ، او تر ډېره بیا له جنسي اړیکي خوند نه اخلي او په نورو برخو کې یې هم له خاوند سره ستونزې پيدا کېږي .

④ وېره ، ډار ، خصومت ، غوصه له جنسي اړیکي څخه شرم یو بل لامل دی ، چې د نړیوال سازمان په راغلي راپور کې په ګوته شوی او دا خبره هم نیغ په نیغه له افغان ټولنې او د وګړو له اروايي حالت سره سمون خوري ، غوصه هم یو له هغو هیجانونو څخه ده چې ډېری افغانان یې په مدیریت نه پوهېږي او د ژوند په ډېر برخو یې لمن ور غوړولي او دا پورتني مسایل په ټوله کې د جنسي اړیکي پرمهال د کرکې او درد لامل ګرځي .

⑤ د جنسي اړیکي نه زده کړه : نه زده کړه او نه پوهاوی هم د روغتیا نړیوال سازمان د یوه لامل په توګه راپېژنې او دا خبره د افغان ټولنې په څېر په یوه بسته ټولنه کې خورا مهم اړخ او مورد دی .

⑥ د ناریوو د جنسي غړي بد ګڼل او خطرناکه انځورول هم د روغیتا د نړیوال سازمان له لوري د جنسي اړیکي پر مهال د کرکې او درد لامل بلل شوی .

⭕ یادونه : د تازه واده کړو جوړو لپاره تر شپږو میاشتو پورې دا ستونزه یوه عادي مسئله ده خو که وخت ووت باید درملنه یې وشي . له جنسي اړیکي واړندې باید پوره چمتوالی وشي ، خپلې وېرې او رواني ستونزي باید له یوه ارواپوه سره حل کړو ، خپل نظافت او پاکۍ ته باید جدي پام وکړو ، له روغتیايي خدمتونو باید ګټه واخلو ، که ستونزې جسمي لامل درلود باید ډاکټر ته مراجعه وکړو تر څو ستونزه په لږ وخت کې حل کړو .

Leave a Comment