ځانګړې مطالب

ښځې او نارینه دي باید ښه په دقیق ډول ولولي.

20221017 082836
Avatar photo
Written by Zwak News

د یوې حاملې ښځې دوه رکعته لمونځ د یوې عادي ښځې له اتیا رکعته لمونځ څخه غوره دی.
²- هره مېرمن چې خپل اولاد ته شیدې ورکوي الله ج د هر څاڅکي په بدل کې یوه نیکي ورکوي .
³- هغه مېرمن چې د خپل بچي د ژړا له کبله ټوله شپه نه ویده کیږي، الله ج هغې ته د (۲۰) غلامانو د ازادولو ثواب ورکوي.



⁴- هغه ښځه چې د خپل بچي د ناروغۍ او د هغې د ارامولو له کبله نه ویده کیږي، الله ج د هغې ټول ګناهونه بښي او دې ته د (۱۲) کلونو قبول شوي عبادت ثواب ورکوي.
⁵- هغه مېرمن چې حامله وي شپې یې په عبادت او ورځې یې په روژه کې شمېرل کیږي.


⁶- کله چې ښځه اولاد زیږوي الله ج هغې ته د اویا کلونو لمنځونو او روژو ثواب ورکوي او کله چې اولاد نړۍ ته راځي، کوم درد او تکلیف چې تحمل کوي د هر رګ د درد په بدل کې الله ج ورته د یو حج ثواب ورکوي.
⁷- هغه ښځه چې اولاد وزیږوي او له (۴۰) ورځو وړاندې مړه شي، د شهادت درجې ته رسیږي.


⁸- کله چې د شپې ماشوم ژاړي او مور یې پرته له دې چې هغې ته ښېرا وکړي، شیدې ورکوي الله ج هغې ته د یوکال لمانځه او روژې ثواب ور کوي.
⁹- کله چې یوه ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، د ماشوم له مړېدو څخه وروسته یوه پرښته له اسمان څخه اواز کوي چې اې!! ښځې الله ج تالره جنت واجب کړ.


¹⁰- هغه ښځه چې مېړه له هغې څخه خوښ(راضي) وي او مړه شي، جنت د هغې لپاره واجب شو.
¹¹- نېک عمله ښځه له مېړه څخه وړاندې جنت ته ننوځي او د هغې ښایست به د حورو اویا برابره کیږي.
¹²- کله چې ښځه د مېړه د ویلو پرته د هغې لاس او پښې چاپي او وموښي، هغې ته د (۷) تولو سروزرو د صدقې ثواب وروکول کیږي او که له هغې نه دغه غوښتنه وشي نو د (۷) تولو سپینو زرو ثواب ورکول کیږي.
¹³- که څوک خپل مېړه ته یوه دیني مسله ورزده کړي هغې ته د اتیا کلونو د عبادت ثواب ورکول کیږي.
¹⁴- یوه نېک عمل ښځه د الله ج له اتیا ولیانو څخه هم غوره ده.
¹⁵- هره ښځه چې د الله ج د نوم په یادولو(ذکر) جارو وهي الله ج هغې ته د بیت الله شریفې د جارو کولو ثواب ورکوي.

¹⁶-هغه ښځه چې په بسم الله سره اوړه خمیره کړي الله ج یې په رزق کې برکت اچوي.
¹⁷- هغه ښځه چې په بسم الله سره غوا، مېښه او…. ولوشي هغه حیوان د دې لپاره د بښنې دعا کوي..مننه
دثواب په خاطر یی شیر کڔی …

Leave a Comment