په دې وروستيو کې ترسره شوې څېړنې ښيي چې ښځينه وروسته له واده څخه ډېر ژر په لنډ وخت کې د ج-س اړیکو څخه خسته کېږي او پخوانۍ علاقه او مينه پکې نه پاتې کېږي.
په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې اولاد راوړي تر نورو مېرمنو په ډېر لنډ وخت کې د کوروالي څخه خسته کېږي او نه غواړي لکه پخوا د مستۍ او شوق کوروالی وکړي بلکې هسې زړه نا زړه هغه خپل خاوند غلطوي.
وروسته له دې چې مېرمنې اومېدوارې شي او اولاد راوړي خپل ټول پام یې د خپل کوچني ماشوم يا ماشومې خواته شي او د کوروالي غوندې موضوعات ورته خپل لومړیتوب له لاسه ورکوي، په دوهم قدم کې بيا مېرمن د زوی يا لور په پالنه دومره سترې وي چې پکې د کوروالي لپاره کومه انرژي هم نه وي پاتې شوې.
په داسې يو وخت کې ډېر نارينه په داسې حال کې چې پوهېږي چې مېرمن يې نه غواړي اوس د کوروالي اړیکه ټینګه کړي هغوی يو ډول مجبوروي او ورسره اړيکه ټينګوي، په دې وخت کې په طبعي ډول د ښځينه و زړه نه وي او په همدې خاطر یې شرمګاه سمه نه لندېږي او وچه وي، په وچ حالت کې بيا خاوند ورسره اړيکه نيسي او دا ښځينه و ته شديد درد رامنځته کوي.
په نورمال حالت کې په ښځو کې د کوروالي موده تر نارينه و ډېره وي، ښځينه تر ډېره عمره د کوروالي شوق لري خو نارينه بيا هغومره دوام نکوي.
پکار ده چې ښځه او خاوند ژر د ماشوم پيدا کولو هڅه ونکړي، بلکې وروسته د ۴ يا ۵ کلونو ماشوم پیدا کړي، په دې کلونو کې دوی کولی شي هره شپه د ج-سي خوند اوج تجربه کړي، دوهم که واده کوي هم بايد د مور سره د ماشوم په پالنه کې مرسته وشي او يا د خپلو خپلوانو څخه مرسته وغوښتل شي.
کاپي