تعلیم

ښځه کولای شي خپل مېړه ښکار کړي او په دام کي يې واچوي خو په دې شرط چې

20220803 081028
Avatar photo
Written by Zwak News

ښځه کولای شي خپل مېړه ښکار کړي او په دام کي يې واچوي خو په دې شرط چې وسله يې هوښیارتوب وي. د اروا پېژندنې پوهان دنارینه ؤ دزړه ساتلو لپاره ښځوته لاندې لارښوونې

کوي: ..
۱ښځه د دې ترڅنگ چې دخپل مېړه لپاره ښځه ده . ښایي چې دهغه ېوه ښه ملگرې هم وې ترڅو تارینه دزړه خواله ور سره وکولای شي . دهغه د کورنیو او بهرنېو ستونزو په مهال هغه ته گټورې مشورې ورکړي . دژوند ټول اسراریې وساتي او دکمزورتیاؤ پرمهال پرپوهنېزوبنستيونو ولاړو لارښوونو سره هغه له تباهي څخه وژغوري.

۲. هوښباره ښځه به دنېکو مشورو ترڅنگ تل دخپل مېړه ستاینه کوی. هیڅکله به د هغه د منفي ځانگړتیاو یادونه نه کوي ، خصوضة دنورو خلکو په مخ کې له دې کار سره به د مېړه پام نیکې خواته اوړي اوخپلې ناوړې چارې به سموي او که يې تل عيبونه ورته یادشي نارينه نورهم خبرابېږي اوتاوان یې نیغ په نېغه ښځې ته رسیږي.
۳ دستونزو پرمهال دنارینه ترڅنگ

کښېني اوښه په زړه سوي
يې د حال پوښتنه وکړي . که څه ناروغي ولري هیڅکله يې يوازې مه پرېږدی او غوښتنې يې سپکې مه هگنی ، دامه هېروئ چې نارینه تل او بیا د ناروغۍ او ستونزو پرمهال ډیروچ او قهرجن اوترڅنگ یې له خپلې ښځې څخه ډیر هیله من وي.

۴.کورته دراننوتلو پرمهال دخاوند ښه راغلاست ته ولاړیږی اوله مسکا په ډکوشونډو یې بدرگه کوی . دغه کار د هغه ورځنۍ ستړیا او سوچونه هوسا

کوي. ..
۵نارېنه ډيرخېته وروي تل ښه خواړه ورته برابروي . کوم خواړه چې دهغه ډیر خوښیږي که ستاسوهیڅ هم نه خوښیږي دهغه لپاره يې حتما پخوئ.
.۶ هیڅکله خپلې غوښتنې په جنجال او شورماشور په هغه باندې مه منى . هڅه وکړئ چې په کارونو کې له هغه سره

اختلاف رامنځته نه کړئ. که په کومه خبره کې ورسره همغږۍ نه وی نوپه ډیره کراري او خوشحالي يې ورسره شریکه کړئ هڅه مه کوئ چې په کور کې دهغه مشرتوب او واك کمزوری کړئ . داځکه چې داکار دهنه شخصیت ټپي کوي او هغه مهال بیاله تاسو سره ښايي ښه کړنه ونه کړي او په کور کې به مو تل خپگان خپور وي.

۷. پرخاوند موتل اعتماد ولرئ ، هیڅکله شك مه پرې کوئ که هغه کله کله د خپلو دوستانو سره ناسته ولاړه کوي مخینوی یې مه کوئ . ترڅو چې ښکاره بېلارتوب مو نه وي لیدلی پرهغه شك

مه کوئ
۸.تل ځان پاك ، ښکلی او ښایسته ساتئ ، دا دښځو ډیر ناوړه دود دی چې له کوره بهرد تگ پرمهال سينگار کوي خوپه کور کې تل بې پروا وي ، دغه کار د مېړه له غوښتنو سره برابر نه دی . هغه خوښوي چې تاسې ښکلې او پاکه

وویني. ..
۹ دجنسي اړېکو پرمهال ستاسې سوړ غبرگون دنارينه دبي میلي لامل گرځي اوداسي خیالونه ورته مخه کوي چې گواکې تاسې له هغه سره لږ مينه لرئ ، هڅه وکړئ چې هغه او خپل ځان تل خوښ وساتئ پورتنی لارښوونې نه

يواځې دښځو دنیکمرغۍ لپاره ارزښتناکی دی بلکې دنارينه ؤ لپاره هم ضروري ده چې ددغو ټکو په پام کې نیولو سره دخپلي مېرمنې زړه ښکاراودخوشحاله ژوند خاوندشي
ژوند پښتو مجله

Leave a Comment