هر ځوان چې غواړي د پېغلې سره واده وکړې او د هغې سره شريك ژوند تېر کړې بايد د هر نظره د ژوند ملګرۍ د ځان په څېر انتخاب يا وټاكي
او بايد هغه يې مخکې ليدلى وي د هغې سره مينه محبت ولري او هغه لايقه د واده وګڼې او پام مو وي چې مقابل طرف هم بايد له تاسو سره مينه محبت ولري دوه طرفه مينه محبت بايد موجود وي
دا خبره پر ځاى ده چې ښځه بايد ښايسته او مينه ناکه وي خو نر پرته د ښځې د ښايسته بايد د نجلۍ کورنۍ پاک لمني اخلاق او د کور د کارونو کړل چې ښځه يې بايد په ډېره خوښي خوشحالي سره وکړې هم په نظر
کې ونيسي
ځکه زياتره ليدل شوي نر او ښځه چې له يو بل سره جنګ داوى کوي او له يوه بل څخه ګيلى او شکايت لرى وايي ما له تا سره د اوله مينه نه لرله مجبوره وم د پلار يا مور يا فلاني خبره ومنم کنې د اوله ما له تاسره واده
نه کولو
دغه سې خلك به څومره سست ټنبل او نالايقه وي چې ونه شي کړې د ګډ ژوند ملګري په خپله خوښه وټاكي او د خپل ځان تصميم په خپله ونيسي
کوشش وکړې د آينده ژوند ملګري په خپله خوښه وټاكى که يې ښځه هم د پرښتې په شان درته تعريف کوله خو ستاسو له نظره ښه نه وه د هر نظره هېڅ وخت د هغې پرښتې سره واده مه کوې ځکه ښه آينده به ونه لرې
هېڅ وخت د مور پلار يا نورو خلكو په خوښه واده مه کوې ځکه دا تاسو يې چې د ملګري سره مو شريك يا ګډ ژوند تېره وي نه ستاسو پلار او مور يا نور کسان
ځکه واده د ټول عمر خبره ده يوه يا دوه ورځې ندي نه داسې شي دې چې بدل شي يا خرڅ نو واده موقتي نه دى چې هغه شوخي وګڼو امکان لرې چې په يوه غلط انتخاب يا ټاکنه ټول عمر په پښېماني تر کړې او ژوند درته زر حلحل واوړي
يوه لحظه بى ځايه هوس تېرونه ټول عمر پښماني لر