تعلیم

ښه خبر ډېر ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

thumbs b c 39e25e6607dbc38b21212fdcf17c75fa
thumbs b c 39e25e6607dbc38b21212fdcf17c75fa

د عالمانو د شورا مشر شیخ فقیر الله فایق وايي چې ډېر ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. مولوي فایق

له امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ادعا کړې چې د ا.ا مشر ملا هب:ت الله اخندزاده د نجونو د مکاتبو د شروع کېدو مخالف نه دی. شیخ فایق وايي چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو یوازینی علت دا دی چې باید د نجونو ځایونه جلا وي. فایق دا ادعا هم کړې چې په کابل کې

د ا.ا د دیني‌ عالمانو په غونډې کې د ا”ا مشر ته دا سپارښتنه وشوه چې د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي. نوموړي دا نه دي ویلي چې ملا هب:ت الله اخندزاده د غونډې د ګډونوالو وړاندیزونو ته څه ځواب ورکړی دی که نه. خو په خپله مولوي‌ هب’ت الله دغې غونډې ته په خبرو

کې د نجونو د تعلیم په اړه هېڅ ونه ویل. د ا-ا دغه مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پوهنې وزارت وايي د خپلو مشرانو په امر یې تر امرثاني پورې د نجونو ښوونځي تړلي دي اوعلت یې هم واضح کړی نه دی

Leave a Comment