ښه او پخه هندواڼه څنګه وپیژینو؟
څو ټکي باید په پام کې ونیول شي:
– هندواڼه باید منظمه او یو سایز وي. هېڅ ډول اضافي برخه، وتلې برخه او لکه(داغ) باید و نه لري، که یې لري نو د ودې پر مهال کافي او ضروري مواد نه دي ور رسېدلي، نو دا هندواڼه چندانی هندواڼه نه ده
– هندواڼه باید درنده وي، ورته وګورئ چې ظاهر یې ډېر کوچنی دی؛ خو چې په لاس کې یې واخلئ نو درنده وي، څومره چې وړه او بیا درنده وي هغه تر ټولو ښه او شیرینه ده. په هر ډول مېوو کې دا مساله باید په یاد ولرو چې باید دروندوالی په کې وي.
– د هندواڼې لاندینۍ برخه باید په مناسب انداز کې ژېړ رنگ ولري، مانا دا چې دغه برخه له ځمکې سره لګېدلې او لمر ورته رسېدلی دی، دغه رنگ چې څومره ژېړ ته نژدې وي ښه دی؛ نه سپین ته. که دا ټاپه بیخي ډېره وه بیا برعکس مانا ورکوي، یانې په مناسب ځای کې نه وه او سمه وده یې نه ده کړې.
– هندواڼه د وهلو او ټکولو په واسطه هم مالومېږي. هندواڼه غوږ ته نژدې کړئ، بیا یې په یوه گوته باندې ووهئ یا وټکوئ، هر څومره چې غږ پنډ او ډبل وو نو پخه او شیرینه ده. برعکس خامه او نا رسیده ده. خامه یې لوړ غږ لري او پخه یې ټیټ
– د هندواڼې لکۍ ته پام وکړئ، که یې لکۍ ژېړه، وچه او ګونځې شوې وه، مانا یې دا ده چې هغه ښه پخه او رسېدلې ده. که تازه او شنه وه مانا یې د هغې خام والی دی. خو که داسې وه چې لکۍ یې بیخي وچه وه، بیا مانا یې دا ده چې وخت پرې ډېر تېر شوی او تازه نه ده.