خبرونه

ډیویډ پیټریوس:افغانستان کي د امريکا لوي حيانتونه افشا کړل

BackgroundEraser 20220814 114648345
Avatar photo
Written by Zwak News

ډویډ پیټریوس،چې یو وخت یې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشري کوله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال سترې تیروتنې کړې دي.

د نوموړي په خبره امریکا افغانانو سره کومه ژمنتیا نه درلوده.ده.:  امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په اوږدو کې سترې تیروتنې کړي او په کراتو ناکام شوي یو. که موږ خپلې تیروتنې اصلاح کړی وای، نو افغانستان سره به زموږ ژمنتیا راتلونکو امریکایي ادارو لپاره ګټوره وای.:

 عراق او افغانستان کې د امریکا دغه پاتې شوی جنرال په افغانستان کې د امریکا بیا ښکیلتیا له امکان لرې کار نه دی بللی،خو کارپوهان بیا وایی: امریکا افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې خوړلې او بیا راتګ یې افغانستان ته باوری نه دی.

د سیاسی چارو یو کارپوه “کامران امان” وایی: د امریکا خلک په مجموع کې د افغانستان په تجاوز پښېمانه دي او امریکا چې کوم نظامي او سیاسي ارزښت درلود،هغه یې په نړۍ کې له لاسه ورکړی دی. زه فکر نه کوم چې امریکا دې بیا افغانستان کې ځان ښکېل کړي. امریکایانو خپل دوستان له لاسه ورکړی،هوکړو باندې ولاړ نه دي اوکراین کې په انزوا کې دي او ډېر ژر به په تایوان کې هم له ورته حالت سره مخ شي.

Leave a Comment