تعلیم

ا.ا.ا؛ ډیر ژر به، د نجونو ښوونځي پیل شي

Avatar photo
Written by Zwak News

سربیره پر دې، چې د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت تیره هفته اعلان وکړ، چې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي کولائ شي په عادي ډول ښوونځي پرانیزي، او زده کوونکو ته درس ورکړل شي.خو د لوړو زده کړو د وزارت په اعلامیه کې چې د ټولنیزو رسنیو پام یي ځانته واړوه هغه څه وو، چې ګني نجونې تر نامعلوم وخت پورې نشي کولای چې خپلو درسونو او ښوونځیو ته ولاړې شي. چې وروسته بیا داغه اعلان ته د تیر حکومت ځینو لوړ پوړو ښځینه چارواکو سخت غبرګون وښود، او رسنیز احتجاج یي وکړ.

خو په ورته وخت کې، د ا.ا.ا په خپله نوې اعلامیه کې ویلي، چې ډیر ژر به د شپږم ټولګي څخه پورته انجونو درسونه ډیر ژر پیل شي، او په داغه پریکړه باندې ډیر په چټکتیا سره کار روان دی، چې ډیر ژر به اعلان شي.د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسون مسوول ذبیخ الله م زیاته کړي چې له تیرو څو ورځو راهیسی د شپږم څخه پورته ټول زده کوونکي په عادي ډول ښوونځیو ته ځي، او ډیر ژر به د انجونو لپاره هم زمینه برابره شي، م زیاته کړي چې نورو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو جلا جلا ټولګي دي

خو په مرکز کابل کې بیا دا چاره برعکس ده، او ډیر ژر به ددې چارې ترتیبات وشي.د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسون مسوول زیاته کړي، چې نجونو د خوندیتوب او د ډاډه زړه کړو کړلو لپاره یي په یو شمیر پلانونو او طرحو باندې کار روان کړی دی او په ډیره لنډه او نږدې موده کې به تکمیل شي.

د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان تیره اونۍ د نجونو د ښوونځي نه پیل ته غبرګون وښود، او پر ا.ا.ا یي فشار رواړ تر څو د نجونو لپاره هم باید ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل ش

Leave a Comment