اقتصاد ټیکنالوژي

ډیجیټل او کريپټو کرنسۍ

FB IMG 1658133469091
Avatar photo
Written by Zwak News

لیک: اندریو تار

ژباړه: ستوری خان

۱. ډیجیټل کرنسی څه شی دی؟

ډیجیټل کرنسی هغه پیسې دې چې د انټرنیټ د لارې کارول کیږی.

ډیجیټل پیسې یوازې په ډیجیټل شکل کښې شتون لری. دا په حقیقی نړئ کښې کوم فزیکی شکل نه لری. سره ددې دا د سنتی پیسو ټولې ځانګړتیاوې لری بلکل لکه لرغونی کاغذی پیسې، تاسې یې تر لاسه کولئ شئ، لیږلئ شئ او یا یې د نورو پیسو سره تبادله کولئ شئ. تاسو ددې له لارې د توکو او خدماتو اداینه کولئ شئ، لکه د مبایل او انټرنیټ اړیکی، انلاین مغازو نه څه اخیستل او داسې نور.

ډیجیټل پیسې جغرافیایی او سیاسی سرحدونه نه لری، د نړئ له هر ځای نه و هر ځای ته د پیسو د لیږد را لیږد ترې شونئ دې. په حقیقت کښې ډیجیټل حساب یا کڅوړه یا بټوه لکه د بانک د حساب غوندې وی لکه پې پال، ماسټرکارت، علی پې او داسې نور.

۲. کریپټو کرنسی څه شئ دې؟

کریپټو کرنسی د ډیجیټل کرنسی سره توپیر لری. کریپټو کرنسی هغه ارزښت دې چې د تبادلې د وسیلې په توګه کارول کیږی. دا باوری بلل کیږی ځکه چې دا د کریپټوګرافی له لارې مینځ ته راځی.

د کریپټوګرافی اساسی موخه اړیکې دی او بل دا چې دا څنګه خوندی وساتل شی. دا د لاګوریتم د لارې داسې پروتوکول جوړوی او تحلیلوی یې چې وروسته د دریم ګړی په خبره په کښې هیڅ رنګه معلومات نه شی بدلیدلئ. کریپټوګرافی د یوې لویې شمیرې مجموعه ده چې د ګڼو ساینسونو له مخې جوړیږی او اساس یې ریاضی ده. دا ریاضی ده چې خوندیتوب او باور د لاګوریتم او پروتوکول سره نښلوی.

کریپټو کرنسی د بلاک چېن ټیکنالوژی او غیر متمرکز او عمومی لیجر (د شمیر یا حساب کتاب) له مخې کارول کیږی. ددې مانا دا ده چې په شبکه یا نیټ ورک کښې تر سره کیدونکې راکړې ورکړې د هیڅ دولتی یا بانکی سرچینې یا بل چا له لارې نه کنترولیږی بلکې دا د نیټ ورک د ټولو ګډونوالو په پراخوالی پورې تړلی ده.

۳. د دواړو تر مینځ بنیادی توپیر څه شئ دې؟

سره له دې چې کریپټو کرنسی د ډیجیټل کرنسی یو شکل دې خو بیا هم ځینې بنیادی توپیرونه لری.

جوړښټ:

ډیجیټل کرنسی متمرکزې دی. ددې تر شا یو ډله خلک او کمپیوټرونه شتون لری چې د نیټ ورک یا شبکې تر مینځ راکړې ورکړې برابروی یا یې اداره کوی. کریپټو کرنسی غیر متمرکزې دی او د راکړې ورکړې زمینه د ټولنې اکثریت برابروی.

ورک نومی یا نامعلومی:

ډیجیټل کرنسی د کاروونکی د هویت تثبیت ته اړتیا لری. تاسو باید ددې پاره چې راکړه ورکړه وکړائ شئ او یا هم څه واخیستل شئ نو باید خپل اسناد خپل حساب د لارې پورته کړئ تر څو مو هویت معلوم شی خو کریپټو کرنسی کښې بیا دغو شیانو ته اړتیا نه وی. خو سره ددې هم کریپټو کرنسیانې په بشپړ توګه ورک نومی یا نامعلومې نه دی. سره ددې چې د حساب لرونکی هویت که معلوم هم نه وی خو د راکړې ورکړې ټول معلومات په لیجر یا د حساب په کتاب کښې ثبت کیږی. او لیږونکئ او ترلاسه کوونکئ دواړه په عامه توګه پیژندل شوی وی نو وئیلئ شو چې ټولې راکړې ورکړې تعقیب کیدای شی.

رڼښت یا شفافیت:

ډیجیټل کرنسی رڼې یا شفافې نه دی. ته د بټوې ادرس نه شې ټاکلئ تر څو هغه ټولې پیسې چې لیږل شوی دی وګورې. دا معلومات پټ دی. کریپټو کرنسی رڼې یا شفافې دی. ددې کبله چې دا هر څه په یو عمومی لیجر یا د حساب په کتاب کښې ثبتیږی نو هر څوک د هر کاروکوونکی هر لیږد را لیږد لیدلئ شی.

د لیږد رالیږد تنظیمول:

ډیجیټل کرنسی یو مرکزی اداره کوونکی لری چې هره پیښه اداره کوی. دا د ګډونوالو په غوښتنه، د ټګئ د شک په حالت کښې یا د پیسو د مینځلو په تور لیږد فسخه کولی یا کنګل کولئ شی. کریپټو کرنسی د ټولنې لخوا اداره کیږی او دا احتمال په کښې نیشته چې یو کارکوونکی په بلاک چېن کښې تغیرات تصویب کړی. که څه هم په ځینو کریپټو کرنسیانو لکه بیټ کواین او ډاو کښې دا پیښې شوی دی خو بیا هم د پیسو مقدار یی څرګند و او پریکړه نامعلومه وه.

قانونی اړخ:

ډیری هیوادونه د ډیجیټل پیسو د پاره یو څه قانونی چارچوکاټ لری. لکه په اروپایی اتحادیه کښې د 2009/110/EC قانون او په امریکا کښې د Article 4A of the Uniform Commercial Code قانون. خو مونږ د کریپټوکرنسی په اړه په عین وخت کښې داسې څه نه شو وئیلئ. په اکثره هیوادونو کښې ددې په اړه کوم رسمی دریځ نیشته او ددې قانونی چارچوب د پاره لا هم کار روان دې.

د ډیجیټل کرنسی کمزورې او قوی ټکی څه شی دی؟

ډیر داسې ناورته والی شتون لری چې هم یې ګټې او هم یې تاوانونه بلل کیدای شی.
په متمرکز سیستم کښې د خلکو یوه ډله شتون لری چې په سیستم کښې د هر رنګه پیښې مسولیت یا پړه په غاړه لری. که چیرې تاسو په لیږد کښې کومه تېروتنه وکړه نو تاسې شرکت ته عریضه کولئ شئ او د یوې ګټورې پایلې تمه هم درلودلئ شئ. دغه کار بیا تاسې په غیر متمرکز سیستم کښې نه شئ کولئ. له بل اړخ نه بیا متمرکز سیستم د کارکوونکو په اړه ټول پټ معلومات لری او دغه معلومات کیدای شی هک یا پرې شی، ورک شی او یا هم د محکمې یا بلې قانونی مرجع په غوښتنه هغوئ ته ولیږل شی. غیر متمرکز سیستم بیا دا ستونزه نه لری. او همداسې د لیږد د مسترد کولو په اړه.

که سیستم لغوه کوونکئ وی نو تاسې په لیږد کښې بدلون راوستلئ شئ او په عین وخت کښې بیا دا ټګئ ته هم زمینه برابروی.

آیا دا امکان لری چې د دواړو ګټې سره ګډې کړای شی؟

متمرکز سیستم د غیر متمرکز نیټ ورک یا شبکې په پار خپلول شاید کار ور کړی.
د فاربیس مجلې او نړیوال بانک د راپور په اساس له دوو میلیاردو نه ډیر خلک بانکی سیستمونویا خدماتو ته لاس رسئ نه لری. خو له پینځه میلیارده نه ډیر خلک بیا مبایل یا ګرځنده تلیفون کاروی، او دا شمیر ورځ تر بلې لوړیږی. نو بانکی سیستم د مبایل نیټ ورک له لارې کولی شی ډیرو خلکو ته دغه خدمات وړاندې کړی. د کریپټو کرنسی او بلاک چېن ټیکنالوژی په کارولو سره تاسې د شفافیت، خوندیتوب او غیرمتمرکز سیستم له ټولو ګټو نه خوند اخیستلئ شئ. او د ډیجیټل پیسو سره تاسې د یو چا د واک لاندې پاتې کیږئ.

Leave a Comment