خبرونه سیاست

ډیلي مېل؛ ډیر ژر به د افغانستان پر سر، د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شي

Avatar photo
Written by Zwak News

ډیلي مېل؛ ډیر ژر به د افغانستان پر سر، د پاکستان او امریکا اړیکې خرابې شي.

وروسته له هغې چې د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه تازه راپور کې د پاکستان سره پر نوو مرستو او نورو همکاریو د ځڼډ او بیا کتنې راپور ورکړ، په یاد هیواد کې ځینې لوړ پوړي چارواکې اندیښمن شوي دي، چې ګني امریکا به یو ځل بیا پر پاکستان خپل لرې کړي بندیزونه بیا ولګوي او د ایران په برخلیک به یي اخته کړي، د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اونۍ وړاندې د بایډن هغو خبرو ته غبرګون وښود کوم چې يي په پاکستان کې د امریکايي اډو په اړه کړې وې .

خو په ورته مهال، ډیلي مېل ورځپاڼې په خپل یو تازه راپور کې د روانو حالاتو مطابق ویلي، چې د امریکا او پاکستان اوسنۍ قوي او هر اړخیزې اړیکې ممکن ډیر دوام ونکړي او د افغانستان پر سر ددوی اړیکې ترینګلې شي. مېل د امریکا د مشهورو اسختباراتي کړیو له قوله او همدا شان د ځینو حکومتي سرچینو د معلوماتو پر اساس ويلي، کلک او زیات احتمال شته چې د افغانستان پر سر امریکا او پاکستان خپلې اوسنۍ اړیکې سره وبایلي، او د یو بل پر وړاندې سره مخامخ شي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین هم ډیلي مېل ته د خبرو پر مهال ویلي، بلکل زیات امکانات وجود لري چې ناندرۍ رامنځته شي د پاکستان او امریکا تر منځ ، حسین مېل ته ویلي چې د امریکا د مخکیني حکومت ټول کارکوونکي او همدا شان د اوسني حکومت زیات شمیر کسان پاکستان ته غوسه دي او ممکن د پاکستان هیواد ته زیات سیاسي او اقتصادي ګوا ښونه جوړ کړي.

د یادولو وړ ده، چې اونۍ وړاندې د سپینې ماڼۍ (White house) په یوه راپور کې ویلي وو، چې نور به نړیوالو لوبو او معاملو کې پر پاکستان باور ونکړي،ځکه دوی زموږ پر وړاندې د هر چا سره هر ډول پالیسي مخته وړي.

Leave a Comment