ځانګړې مطالب

ډاکټر ذاکر نایک څخه يې وپوښتل: که چېرته اسلام غوره دین وای

19388520 303
Avatar photo
Written by Zwak News

له ډاکټر ذاکر نایک څخه يې وپوښتل:
که چېرته اسلام غوره دین وای او د سولې او ارامۍ دین وای نو مسلمانان به په دومره ستونزو کې نه وای راګیر
ژوند به یې ښه او خوشحاله وای.
ډاکټر ذاکر ورته داسې ځواب ورکړ:

که چېرته تاسو یو ښه او ښایسته موټر ولرۍ یو داسې موټر چې له هره اړخه منظم او پوره وي نو تاسې دا موټر یو داسې ډرایور یعنې موټر چلوونکي ته ورکړي چې هیڅ یې موټر زده نه وي او نه یې په سیستم پوهیږي او هغه ټکر وکړي. نو زه له تاسو پوښتنه کوم چې

غلطي د چا ده
د موټر یا د موټروان؟
هغه ځواب ورکړ چې دا خو معلومه خبره ده چې دا غلطي د موټروان ده.
نو ډاکټر ورته وویل اسلام هم یو موټر دۍ چې اوسني مسلمانان یې په چلولو نه پوهیږي ځکه خو دومره په بدبختیو اخته دي نو تاسو د اسلام لپاره یو ښه چلوونکی غواړی نو تاسي بیا محمد ﷺ ته پام وکړی چې هغه څه ډول اسلام

چلاوو
دا چی نن سبا مسلمانان په بدبختیو او جنګونو کې راښکېل دي او ژوند یې له غمونو ډک دی دا ده دوي غلطي ده نه د اسلام که چیرته مسلمانان خپل دین اسلام په سمه توګه زده او وچلوي نو زه ژمنه کوم چی مسلمانان به په دواړو جهانو بریالی او خوشحاله انسانان وي.

که پوره مو لوستی وي نو په کمنټ کې ولیکئ چې ولوستل شو.
د ثواب په خاطر یې شیر کړئ
((W//N))

Leave a Comment