چین کې یو غل د مړو ماشو له لارې نیول شوی
چینايي پولیس وايي یو غل هغه مهال وموند چې د جرم په ځای کې پر دوو مړو ماشو د هغه وینه تویې شوې وه او له ډي اېن اې یې هغه وپېژانده.
سوت چینا مارنېګ پخپل رپوټ کې ویلي، غل د چین سوېل ختیځ فوژیان ولایت فوژو ښار یوې ودانۍ ته ننوتلی او له هغه ځایه یې ځینې ارزښتناک توکي غلا کړي دي.
پولیسو د غلا په ځای کې دوې مړې میاشې موندلې چې د غله وینه پرې توی شوې وه. غل نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.