خبرونه

چین د افغانستان اقتصاد په اړه يو ډير ښه خبر ورکړو اوس به افغانستان ته

BackgroundEraser 20220920 103448115
Avatar photo
Written by Zwak News

ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د باروړونکي دهلېز/رېل ګاډي د ازمایښتي تطبیق چارې پیل شوې دي.

رېل ګاډي له چین څخه قرغزستان، ازبکستان او په اخر کې افغانستان ته رسېږي.ازبک چارواکو ویلي، ازبکستان ته د دغه هېواد له لارې د محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ٧٠ سلنه تخفيف ورکړل شوی.

په همدې حال کې د ط: تر کنټرول لاندې د افغانستان د اورګاډي ادارې هم پرون وویل چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلیز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز محصولات قرغزستان ته رسېدلي او په څو ورځو کې به د حیرتان بندر ته ورسېږي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دا انتقالات د “دهليز واخان” شرکت له خوا ترسره کېږي.

Leave a Comment