چین د افغانستان لپاره ډېر ښه خبر اعلان کړ، د چین حکومت وايي د مس عينک د کان په هکله د افغانانو شرطونه مني، په دې اساس باندې به افغانان په مشخص ډول د څو مهمو امتیازاتو څخه
برخمن شي.د حکومت له لوري د خپروو شویو معلوماتو په بنسټ چین به د ياد کان د استخراج په وخت کې د بریښنا په برخه کې پانګونه کوي او برېښنا به پخپله برابروي. په دوهم قدم کې به د
تاريخي اثارو د انتقال مصارف هم پخپله چين ادا کوي او له دې هخوا به په دې لړ کې څلور زره افغانان د اوږده وخت لپاره په کار وګومارل شي او ۳۵ زره افغانان به په غیرې مستقیم ډول کار کول پکې پيل کړي.
ددې کان د استخراج له درکه به افغانستان هر کال تر دری سوه میلیونه ډالرو زيات عوايد ترلاسه کوي او ددې کان د استخراج وروسته به یې په افغانستان کې دننه پروسس هم جاري کېږي.