ط البانو د سر’پرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په کابل کې د یوه هندي تلوېزیون انډیا ټوډې سره په خپلو خبرو کې وویل، د ا’ا’ا به چین ته اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې خپل نظا’مي مرکز جوړ کړي.
بلخلي د اڼډیا ټوډې سره خبرو کې یادونه وکړه، چې د ا.ا. غواړي د ټولو ګاونډیو، سیمه ییزو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او غوره اړیکې ولري.
بلخي د خپلو خبرو په دوام وویل، مونږ غواړو د هند سره غوره او ښې اړیکې ولرو، ترڅو زمونږ تجارتي، سیاسي اړیکې نورې هم پراخه شي او هند په افغانستان کې نیم ګړې پروژې چې ځینې یې ۵۰، ۷۰ او ۸۰ سلنه ترسره شوې او د ځینو برخو کارونه یې پاتې دي پوره او دلته افغانستان کې نورې پروژې هم شروع کړي.