امریکا په پوره بداخلا’قي او بې فکرۍ د افغانانو ځورونې ته ادامه ورکړې ده. د چین یوې نظامي مجلې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت
او بیا له دغه هېواد د امریکایي پوځیانو تېښتې ته کتنه کړې ده. دغه ورځپاڼه لیکي چې په بې شرمۍ او سپکه له افغانستان د امریکايي ځواکونو تګ په نړیواله کچه د واشنګټن راج ختم کړ او ددغه هېواد حیثیت یې له خاورو سره خاورې کړ. سرچینه وایي
چې امریکا له بېشرمانه تېښتې وروسته اوس په پوره بېرحمۍ، ناځوانۍ او بداخلاقۍ د افغانانو ځورونې ته ادامه ورکړې ده او پر دوی یې سخت اقتصادي بندیزونه
وضع کړي دي. چین تر دې وړاندې هم پر امریکا نیوکه کړې چې د افغانانو ځورولو ته یې ادامه ورکړې ده او دا چاره یې له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.