تعلیم

چين افغانانو لپاره يو بل ښه خبر اعلان کړو

20220730 113240
Avatar photo
Written by Zwak News

پداسې حال کې چې لویدیځو هیوادونو په افغانستان کې په تالبانو بندیزونه لګولي او دا ډله تر نږدې یو کال واک اخیستو راهیسې لا هم د هیواد د اقتصاد د ژوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي، چین د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخې کې نوي امتیازات ورکړي.

د چین د بهرنیو وزارت جمعه جولای ۲۹ (زمري۷) د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي او د تالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان مت:قي تر منځ د ملاقات جزیات خپاره کړي چې پنجشنبې په ازبکستان کې د شانهګای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې پر مهال په یوې فرعې غونډې کې سره کتلي دي.

په اعلامیې کې د ښاغلي وانګ له قوله ویل شوي چې چین به د ۹۸ په سلو کې هغو تولیداتو چې د افغانستان څخه دې هیواد ته واردیږي، هیڅ ګمرګي تعرفه وانخلي او دا ژمنه هم کوي چې د افغانستان څخه د ښه کیفیت لا ډیر تولیدات وارد کړي.

سره لدې چې چین ته د افغانستان صاردات دومره ډیر ندي خو د چین د دې اقدام څخه داسې ښکاري چې غواړي د افغانستان سره د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې پداسې حال کې پراخې کاندي چې غرب په تالبانو بندیزونه لګولي.

سره لدې چې تالبان واک ته تر رسیدو راپدیخوا د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندي پیژندلي او غربي هیوادونو هم د دې ډلې سره چندانې اړیکې نه پالي خو چین بیا نه یوازې دا چې په کابل کې یې د تالبانو تر راتګ وروسته خپل سفارت ونه تاړه بلکې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر څو ځله په کابل کې د تالب چارواکو سره وکتل او ښکاره یې د دې ډلې سره د خپل ملاتړ اعلان کړی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې راغلې، “چین هیله لري چې افغانستان به یو پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت جوړ کړي او منځلارې او عاقلانه حکومتداري تطبیق کړي”.

په اعلامیې کې همدرانګه د متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان دې “نا معقوله” بندیزونه لیرې کړي او د دې هیواد د اقتصاد په بیارغونې کې دې مرسته وکړي

Leave a Comment