روغتیا

چارټ او د میوجاتو ګډول له ګټې تاوان ډیر لري

BackgroundEraser 20220926 123838742
Avatar photo
Written by Zwak News

فروټ چارټ چې بیلابیل ډوله میوې پکې یوځای کوئ ، څیړنې واييوچې له ګټې يې تاوان ډیر دی . د تغذيې متخصصین وايي چې هیڅکله یوه میوه له بلې سره مه یوځای کوئ . دوې وايي چې هره میوه بیل خصوصیات او بیلابیل ترکیبات لري . ځینې يې تیزابي او ځینې يې غیرې تیزابي وي چې یوځای کول يې ګټور نه دي .

🩺 اول : د ډاکترانو په باور چې هیڅکله خټکی ( خربوزه ) او هندواڼه له کوم بل څه سره مه یوځای کوئ . که تاسې هندواڼه له مڼې او یا مڼه له خټکي سره یوځای کړئ ، نو خټکی او هندواڼه ژر هضمیږي خو مڼه ژر نه هضمیږي چې ورسره د هاضمې سیستم هم خرابیږي .

🩺 دوهم : انګور ، انار ، ځمکی توت ، مڼه ، او شفتالو له کیلې او کیله له دې شیانو سره مه یوځای کوئ . لومړۍ هغه يې تیزابي دي او کیله بیا خوږه ده او تیزابیت نه لري . دا کار هم د هضمې سیستم زیانمنوي .

🩺دریم : ځینې میوې او سبزي هم سره مه یوځای کوئ . د مثال په ډول نارنج له ګازرو او ګازرې له نارنجو سره مه یوځای کوئ .

📢 ډاکتران سپارښتنه کوي چې کوښښ وکړئ هره میوه بیله بیله په بیلابیلو وختونو کې وخورئ . دا چاره ستاسې عمومي روغتیا ته ډیره ګټه لري .

Leave a Comment