څیړونکي؛ پاکستان د نړیوالو څخه افغانستان ته بشري مرستې غواړي، خو خپله يي پولې پر افغانانو تړلي.
د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د نړیوالو مرستندویه موسسو او ځینې مرسته کوونکو هیوادونو څخه غوښتي دي، تر څو د افغانستان سره په روان بشري ناورین کې مرسته او لاسنیوی وکړي.د عمران خان په باور د کنګل شویو پیسو خلاصون به په افغانستان کې روان وضعیت کنترول کړي، ولې ياده د وي چې بایډن یاده شتمني آزاده او نیمایي برخه یي د سپتمبر پر یوولسم د پېښو قر با نیا نو ته ویشل کیږي.
د نړیوالو څیړونکو او شنونکو په باور د افغانستان د اوسنیو بدیلو حالاتو زیموار یوازې امریکا نه بلکې د افغانستان هغه ګاونډۍ هیواد دی، چې په افغانستان کې یي د ا.ا حکومت غوښتو.
پوځي سیاسي او اقتصادي کارپوۀ برینګ رومن ، دا هم یو عجیبه پرېکړۀ او دريځ بولي چې د پاکستان ټول مرکزي حکومت د نړیوالو څخه د افغانستان سره د مرستو غوښتنه کوي، خو په وینا یي چې په خپله یي د افغانستان سره ټولې پولې تړلي دي.
د یادولو وړ ده، چې عمران خان تیره اونۍ چین ته د سفر پر مهال د چین له حکومت سره په ګډۀ ژمنه کې ویلي دي، چې یو ځای به د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري او ملاتړ کوو.