څوک مو چې خوښېږي، داسې يې په ځان مئين کړئ!
کله چې له چا سره لېوالتيا لرئ، نو ښکاره خبره ده چې مقابل لوری به هم تاته ورته عمل لري، خو ددې کار د پوره ترسره کولو لپاره دا لاندې څلور لارې وڅارئ، حتمي به پايله ووينئ!
1- مينه بايد دوه اړخيزه وي
بايد له ځان سره دا حس پيدا کړې چې مقابل لوری درسره څومره لېوالتيا ښيي، نو ته هم ورته پاملرنه وکړې. مينې ته مو بهانې ګورئ، يعنی ډالۍ ورته راوړئ، حيرانوئ يې او احساسات مو ورسره شريکوي.
2- له زړه مخکې يې، مغز تر لاسه کړه
د اړيکې په پيل کې پېژندنه اړينه ده، بايد وپوهېږئ چې مقابل لوری مو څه ډول دی له روح څخه يې بايد ځان خبر کړئ په دې معنا، چې څه خوښوي يا څه نه خوښوي. د يو ښه وياند په ډول ورسره خبرې وکړه، تر څو باور وکړي چې ستاسو په زړه کې د هغې لپاره ځانګړی ځای شته.
3- مينه په زور نه ده
ځينې جوړې ډېری وخت ددې لپاره چې يو بل ته د ښکلو جملو اظهار نه کوي، يو بل رټي. داسې يو فضا جوړه کړئ چې د مينې اظهار پکې په اسانه ترسره شي، بايد يو بل ته په اسانۍ د زړه حال بيان کړای شئ. که ځوانان ياست نو دا کار لا ښه تر سره کېدای شي.
4- په ځان کنټرول ولرئ
هر کله چې ستاسې مينه په ستونزو کې وي، بايد هغې ته تل مثبته روحيه ورکړئ داسې کړنې ورسره ترسره کړئ چې هغه فکر وکړي، تاسو يې ارام ياست. داسې چاره ترسره کول ستاسو اړيکې ته ټينګښت وربښي.