جنسي لارښود

څنګه کولای شو په یوځل لیدلو څوک د ځان ملګري کړو؟

20220808 084033
Avatar photo
Written by Zwak News

څنګه کولای شو په یوځل لیدلو څوک د ځان ملګري کړو؟
ځوان په رسټورانټ کې د برګر په خوړلو بوخت وو، خو خوښي یې په تندې کې له ورایه ښکارېده، له برګره څخه به یې چې، هره ګوله پورته کوله ، په رسټورانټ کې به یې دېخوا او ها خوا کتل، که به چا ورته وکتل په سترګو کې به یې ورته اوږده خندا وکړه، په دې وخت کې رسټورانټ ته دوه نور کسان، چې یو یې ځوان او بل یې یوه څه عمر خوړلی وو را ننوتل، د ځوان په شا کې دوه څوکۍ خالي وې. د نویو راغلو کسان، چې پر دې خندان ځوان سترګې ولګېدې بې له کومې دمې راغلل او د یاد ځوان په شا کې پر خالي څوکیو کیناستل،

ځوان ښه راغلاست ورته وویل او په روغبړ یې پیل وکړ، راغلو کسان رستورانټ ته تر راتلو مخکې له ځان سره پرېکړه کړې وه، چې نن به د چرګ ښورا خوري، دا چې د ځوان د خوراک حرکاتو ورته بې حده خوند ورکړ، د رسټورانټ ګارسون ته یې د دوو برګرونو وړاندیز وکړ. ځوان له راغلو کسانو سره په خورا له شوره او ځوګه ډک مجلس لګیاوو، نويو راغلي کسانو ته د ځوانو خبرو او حرکاتو دومره خوند ورکړی وو، چې ان خپل وړاندیز کړي برګرونه یې هم له پامه لوېدلي وو.

هغه د چا خبره یوه ګل ویل او نور ګل اورېدل. ځوان په خپلو خبرو کې د خوښیواو خنداګانو انرژۍ خپرولې، راغلو کسانو له ډوډۍ دومره خوند وا نه خیست لکه د ځوان له خوږو خبرو، په داسې حال کې، چې څو دقیقې مخکې ان دوی له یو بل سره پېژندل هم نه، خلکو ډوډۍ هم خوړه او له ځوانه سره یې خبرو هم خبرې کولې. خبرو او کېناستو نیمه ګړۍ دوام وکړ، نور نو د تلو وخت وو، خو د راغلو کسانو زړه نه کېدو، چې له ځوانه جدا شي، بلاخره یې پرېکړه وکړه، چې ځوان د خپلو ملګرو په ډله کې شامل کړي، ځکه دوی د ځوان له خوږو خبرو، ښکلو حرکاتو او لوړه فکره دومره اغېزمن شوي وو، چې وروستۍ پرېکړه یې همدا وه.

ریښتیا هم ځینې کسان ولې په دې توانیږي، چې په لومړي ځل د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي، په داسې حال کې، چې دا چاره د ډیرو خلکو د وس خبره نه ده؟ ایا هغوی زموږ د خوښ اوسېدو راز کشف کړی او که یې داسې رازونه ته لاره پیدا کړې، چې په ټوله کې یې د خپل ځان جازبه قوه فعاله کړې ده؟ که تر ډيره رفتاري اصولو ته پام وکړئ، په کم وخت کې ځان ته د نور خلکو جذبول چندان اسانه کار هم نه دی.

په دې لیکنه کې در سره ځینې هغه لارې چارې شریکوو، چې له تاسو سره مرسته کولای شي په اسانۍ نور کسان په خپله خوا جذب کړئ.

دردونه او ستونزې موله نوروسر مه شریکوئ:

کله، چې په لومړي ځل له چا سره مخ او اشنا کېږي، مه ورته وایئ، تر ستوني په پور کې غرق یئ، په کور کې ستونزې لرئ، اولادونه مو درس نه وایي، له خپلو همکارانو په تنګ راغلي یئ، هغه څوک، چې له تاسو سره نوي پېژندګلوي پیدا کوي، هیله لري له تاسو څخه ښې او خوږې خبرې واوري، له هغوی سره د خپل ژوند خوږې او ښکلې خاطرې شریکې کړئ او په زړه کې یې د خوښۍ تخم وکرئ تر څو د خوښۍ احساس وکړي.

له تشویش څخه ځان وساتئ:
کله، چې نوي له چا سره مخ کیږي مشوش کیږئ مه، تر څو مقابل کس ته هم تشویش ور انتقال نه کړئ، ان که مو حالت ښه هم نه وو له هغوی وغواړی، چې د ځان په اړه درته خبرې وکړئ تر څو تاسو خپل ځان په کنټرول کې راولئ، د هغوی خبرو ته په دقت خوږ کېږدئ، تر څو وکولای شي خپل نننی تشویش کنټرول او هېر کړئ، وسواسي کسان تېزې خبرې کوي، کوښښ وکړئ آرامې او وقفیي خبرې وکړئ.

د خپلې څېرې حرکتونوته مو باید پام وي:
سترګې، او نور د څېرې حرکتو ستاسو د ډیرو شیانو استازيتوب کوي، که غواړی، مقابل کس مو ډیر ځان ته جذب کړي، کوښښ وکړئ، په ډېر ملایم انداز ورته وګورئ او په څنګ کې ور سره موسکي اوسئ، د بېلګې په توګه که مو د یوه چا یو ځانګړی حرکت خوښیږي، نو په یوه ځانګړي انداز ورته ګورئ او موسکي کېږئ کله، چې مقابل کس ستاسو دغه حالت درکوي، د آرامۍ احساس کوي او داسې فکر کوي، چې ګواکي تاسو یې خبرو ته ډیر ارزښت ورکوئ.

ښه اورېدونکي اوسئ:
غوږ نیول د مقابل کس د جذبول تر ټولو اړین اصل دی. خلک هغه کسان خوښوي، چې خبرو ته یې غوږ نیسي او له هغه کسانو کرکه کوي، چې یوازې غواړي خپل زړه بل چاته تش کړي. داسې هم مه کوئ، چې د مقابل کس خبرو ته یوازې غوږ کېږدئ، شخص په پوره ډول درک کړئ، کوم مثبت ټکي، چې په خپلو خبرو کې ور څخه یادونه کوي تاسو یې ور سره تائید کړئ او توشویق یې کړئ ورته و وایاست« دا ډیره مهمه او اړینه خبره ده» او یا داسې نور…

که مقابل کس درته د خپلو ستونزو په اړه خبرې کولې په پوره دقت ورته غوږ ونیسئ، تر څو ورته پر یوه نېږدې کس بدل شئ او که مو یې خبرې پرې کړې ورته ومو ویل، چې تر ما هم ډیرې ستونزې لرې، په یاد ولرئ، چې نوموړی کس بیا به هېڅ وخت ستاسو څنګ ته را نه شي او نه به درته د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي. له خبرو مخکې یې غوږ ورته ونیسئ ، خو یوه شي ته مو باید پام وي، چې د تائید بڼه مو

Leave a Comment