ځانګړې مطالب

څنګه پوه شو، چې یوه نجلۍ ښځه موږ سره مینه لري؟

20220918 192657
Avatar photo
Written by Zwak News

څنګه پوه شو، چې یوه نجلۍ / ښځه موږ سره مینه لري؟

۱. په تاسې مئینه ښځه نه پریږدي، چې له نورو ښځو سره خبرې وکړئ، او که چیرې مو له یوې ښځې سره به خبرو وویني، نو غوسه به یې ورایه په مخ کې ووینئ.۲. کله چې تاسې سره مخامخ کیږي، نو ځينې عجیب حرکتونه ترسره کوي د مثال په توګه:که چیرې تاسې په خپل مخ باندې لاس وهئ، نو هغه هم ورته کار ترسره کوي. د خبرو کولو پر مهال ستاسې په لور کږیدل. په خپلو ګاڼو او چشمو باندې لاس وهل او د خبرو اترو پر مهال له تاسې څخه سترګې نه اړول.

۳. هغه ښځه / نجلۍ چې له تاسې سره مینه او د واده لیوالتیا لري، تل به هڅه کوي، چې له انټرنیټ، کاري ځای، زده کړو ځای او نور لارو څخه تاسې سره ملګرتیا جوړه کړي.۴. که چیرې کومه ښځه / نجلۍ له تاسې سره د واده کولو هیله او مینه ولري، هیڅکله نه درته وايي، چې کار لرم، ځان تل ستاسې لپاره ازګار او چمتو ښیي.تاسې به هیڅکله له یوې مئینې او لیوالې ښځې څخه دا ډول جملې وانه ورئ. د مثال په توګه، بیا به وګورم چې وخت لرم او که نه، اوس نه شم کولای، یا نه پوهیږم، چې وبه کولای شم او که نه.

۵ ـ که غواړئ پوی شئ چې ستاسې د علاقې او مينې وړ کس تاسې سره مينه لري او کنه؟ نو سترګو ته یې وګورئ، که چېرته موخن (مقابل) کس تاسې سره علاقه ولري نو خامخا به درته وګوري او مخ به وا نه ړوي، بيا بيا به درته وګوري او ستاسې په ليدلو به ستړی نه شي. کله چې د يو کس سترګې دايم ستاسې په لور وي نو مانا يې داده چې ستاسې طرف ته تمايل لري.

۶ ـ هغوی چې ورباندې ګران ياست ستاسې د کړنو تقليد کوي، څه چې ستاسې خوښيږي دوی يې خوښوي او هڅه کوي هغه څه ترسره کړي چې ستاسې د علاقې وړ دي. ـ هغوی چې غواړي تاسې سره روابط ولري هڅه کوي چې ستاسې توجه جلب کړي.۹ ـ کله چې يو څوک غواړي اړيکه درسره جوړه کړي ستاسې خبرې تائيدوي او زيات خاندي، هغوی ممکن ستاسې هغو خبرو ته هم و خاندي چې هېڅ د خندا نه وي.

۱۰ ـ کوم کس چې تاسې سره مینه یا علاقمندي لري، نو خوښوي تر څو ستاسې په هر څه پوه شي. هغه ستاسې د کورنۍ، شخصیت، د خوښې موسیقي، فلم او نور بیلابیلو مسایلو په اړه پوښتنه کوي.د مقابل شخص هدف دا وي، چې ستاسې لیوالتیا وپیژني، تر څو وکولای شي له تاسو سره ګډې لیوالتیاوې پیدا کړي او اړیکه نوره هم مخته بوځي.

Leave a Comment