څنګه په (جن + سي) اړیکه کې د انزال وخت اوږد کړو یا ژر انزال نه شو؟
لیکنه لږ اوږده ده خو ډیره ګټوره ده یو ځل یی حتمن ولولۍ
نن سبا هغه ستونره چې زیاتره ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه د ژر انزال ستونزه ده. ډېری کسان له دې وېرې خپلې ښځې ته هم نه نژدې کېږي، ځکه چې وېره ورسره وي چې که نږدې شوم، ژر خلاصېږم او د ښځې مخ کې به مې سترګې ټيټې وي.
د ژر انزا-ل د مخنیوي یا د انزا-ل د وخت د اوږدولو لپاره په بازارونو کې بې شمېره دواګانې پيدا کېږي؛ خو د دې دواګانو تاوان دا وي چې که یوه ستونزه مو سموي، څو نورې ستونزې درته پيدا کوي. د همدې لپاره موږ په دې لیکنه کې تاسو ته دواګانې نه ښيو، بلکې ځینې داسې تخنیکونه درته ښیو چې د انزا-ل موده مو پرې اوږدولی شئ.
دا تخنیکونه په ټوله نړۍ کې مشهور دي او زیاتره خلک ترې ګټه اخلي. له دې تخنیکونو څخه لومړی تخنیک د کیګل (Kegal) تمرین یا تخنیک دی. دا تخنیک د امریکايي ډاکټر ارنولډ کیګل (Arnold Kegal) لخوا رامنځته شوی دی او د هماغه په نوم باندې یادېږي.
کیګل تمرین یا حرکت هغه تمرین دی چې ستاسو (pelvic floor) عضلو کې ترسره کېږي. اوس به پر دې وغږېږو چې (Pelvic floor) عضلې کومې عضلې دي؟ دا هغه عضلې دي چې تر نامه لاندې او د شا لخوا
ساحه رانغاړي یا په بله وینا د دواړو کو–ناټو منځ ساحه (مقعد) شاوخوا او د نارینه د خصیو لاندې ساحې دا ټول د (Pelvic floor) عضلو په نوم یادېږي.
اوس به دې ته راشو چې کیګل تمرین په دې ساحو کې څه ډول ترسره کړو او ګټه یې څه ده. کیګل تمرین ستاسو همدا لاندې ساحه ځواکمنوي او چې دا ساحه مو ځواکمنه شوه، له دې سره د ژر انزا-ل ستونزه هم حلېږي. دغه راز، (جن + سي) غړی مو هم قوي کوي. پر دې خو پوه شو چې کیګل تمرین ولې او په کومه ساحه کې کېږي، اوس به د دې تمرین پر طریقې یا کړنلارې وغږېږو.
د دې تمرین طریقه دا ده چې تاسو سیده ودرېږئ، یا که په ملاستې دا تمرین ترسره کوئ؛ نو سر مو کېږدئ او سیده څملئ. اوس مو تر نامه لاندې ساحه یعنې (جن + سي) غړی، مقعد او تر زنګنو پورته ساحه دننه خوا ته کش ونیسئ. (لکه څرنګه چې د یو چا متیازې راځي او دی یې د ټینګولو هڅه کوي)، دغسې مو دا عضلې کش ونیسئ، پینځه وو پورې شمار وکړئ یا پينځه ثانیې یې همداسې کش ونیسئ او بېرته یې پرېږدئ یا عادی حالت ته راشئ.
همدا تمرین به هره ورځ لس ځلې سهار، لس ځلې غرمه او لس ځلې د شپې ترسره کوئ. داسې هم کولای شئ چې شل ځلې یې سهار او شل ځلې یې شپې ترسره کړئ. یانې شل ځله به یې ترسره کوئ او هر ځل به پورته یاد شوي غړي د ۵ ثانیو لپاره دننه خواته کش نیسئ. البته یوي خبره ته مو فکر وي چې که دا تمرین به تش نس وشي ښه به وي، که په مړه ګېډه یې کوئ، بیا ممکن په ګېډه کې درد حس کړئ.
کیګل تمرین لکه څنګه چې موږ پورته یادونه وکړه یا طریقه مو ورته وښودله، هماغسې ترسره کړئ. که کوم ځای کې مو د درد احساس کاوه؛ نو پوه شئ چې یا خو مو تمرین سم نه دی او یا سیده ملاست یا ولاړ نه یاستئ. یوې خبرې ته مو پام وي چې دا تمرین یو یا دوو ورځو کې نتیجه نه ورکوي. دا تمرین به تاسو دوامداره کوئ، تقریبا ۶ تر ۸ اونیو/هفتو پورې مو چې دا تمرین دوامداره وکړ، ځان کې به تغیر حس کړئ چې د ژر انزا-ل ستونزه مو حل شوې ده او پر انزا-ل مو بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.
دا د یو دوه ورځو خبره نه ده. که تاسو د باډي بیلډنګ کلب ته هم ځئ، هلته په یوه اونۍ یا یوه میاشت کې نه جوړېږئ. هر څه خپل وخت او طریقه لري. زیار به ګالئ او بیا به یوې مثبتې پایلې ته رسېږئ.
بله ډېره ګټوره طریقه چې د ژر انزا-ل مخنیوي پرې کېدلی شي، هغه دا چې د (جن + سي) نزدیکت پر مهال هېڅکله د ښځې لپاسه مه پرېوځئ. هغه کسان چې ژر انزا-لېږي، دوی باید په داسې بڼه (جن + سي) نزدیکت وکړي چې ښځه یې ورباندې لپاسه وي، یا بل داسې شکل باندې یې باید وکړي چې نارینه پرې لپاسه نه وي.
بله خبره دا چې کله مو (جن + سي) نزدیکت پیلوه او د ښځې مخصوص غړي کې مو خپل (جن + سي) غړی دننه کاوه، نو کله مو چې دننه کړ، ۵ الی ۱۰ ثانیې یې همداسې پرېږدئ. له هغې وروسته ورته حرکت ورکولی شئ.
یوې بلې خبرې ته باید هغه کسان زیات پام وکړي چې د ژر انزا-ل ستونزه لري او هغه دا چې کله مو (جن + سي) غړی دننه کړ او بیا مو مخکې او شاته حرکت ورکاوه؛ نو دا حرکت باید داسې نه وي چې تاسو خپل (جن + سي) غړی مکمل وباسئ او بیا یې دننه کړئ، بلکې نیم (جن + سي) غړی به شاته کوئ او بیا به یې مخکې کوئ.
بل دا چې که پوهېدلئ چې انزا-لېږئ؛ نو حرکت مو بند کړئ، څو ثانیې صبر وکړئ او بیا حرکت ته دوام ورکړئ. دننه چې تاسو (جن + سي) غړي ته کوم خوځښت ورکوئ، دا باید ډېر ارامه وي. په بېړه بېړه باید حرکت ورنه کړئ.بله ډېره مهمه خبره دا چې کله تاسو خپل (جن + سي) غړي ته د ښځې په (جن + سي) غړي کې حرکت ورکاوه؛ نو د کیګل تمرین پر مهال چې مو د کومو ساحو یا غړو یادونه وکړه، هغه باید دننه خوا ته کش ونیسئ او بیا (جن + سي) غړي ته حرکت ورکړئ.
دا هغه لارې چاري دي چې ستاسو د انزا-ل موده ډېره اوږدولی شي او له (جن + سي) نزدیکت څخه پوره پوره خوند اخیستلی شئ.
د دې ترڅنګ ځینې دواګانې هم شته دي چې تاسو یې له یوه تکړه سیکسولوجیست څخه اخیستلی شئ. که دوا او تمرین ته مو په یو وخت پاملرنه وکړه؛ نو د انزا-ل په موده کې به مو د پام وړ تغیرات راغلي وي. یوازې دواګانو باندې بسنه مه کوئ، ځکه چې دواګانې جانبي عوارض هم لري، پورته چې کوم تمرینونه موږ یاد کړي دي دا هم ورسره ترسره کوئ. البته یوازې تمرین هم بسنه کوي؛ خو که دوا او تمرین دواړو څخه ګټه واخلئ؛ نو نتیجه به یي لا ښه وي.
ډاکټر ته د تللو پر مهال مو باید فکر وي چې تاسو د همدې برخې یانې د (جن + سي) برخې متخصص ته لاړ شئ. ځکه چې که نورو ډاکټرانو ته لاړئ، ممکن داسې دواګانې درکړي چې د لنډ وخت لپاره به مو ستونزه حل کړي؛ خو څه موده پس به مو بیا (جن + سي) خواهش بېخي ختم کړي. مه په هر ډاکټر باور کوئ او مه هر ډول دواګانې کاروئ……
هغوی چې د ژر انزا-ل ستونزه لري، تشویش دې نه کوي، دا دومره غټه ستونزه نه ده چې حل لاره دې ونه لري؛ خو باید پام مو وي چې د ډاکټر د دواګانو تر څنګ د هغه لارښوونې هم وڅارئ. څه کار او زحمت به تاسو ګالئ او څه مرسته به درسره ډاکټر کوي، هله به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږ