روغتیا

څنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی لري:

bad breath main
Avatar photo
Written by Zwak News

څنګه وپوهېږو چې خوله مو بد بوی لري:

ډېر ځله یو کس د خپلې خولې په بد بویۍ پخپله نه پوهېږي او نور خلک یې ورته د ویلو جراُت نه کوي. نو څنګه پوهېدی شو چې خوله مو بد بوي لري.

۱- که خوله مو ډیر ځله وچه وي،

۲- که د ژبې پر سر مو همېشه یوه سپینه طبقه وي،

۳- که د سګرټ، کافیین او الکولو د استعمال عادت لرئ،

۴- که د خولې لیاړي مو ټینګې وي، او

۵- که کوم نږدې ملګري یا د کور کوم غړي درته په دې باره کې درته ځه ویلي وي،

نو وګڼئ چې د خولې بد بويي لرئ. مګر د اندېښنې وړ نه دی. لاندنیو لارښونو باندې عمل وکړئ نو له دې ستونزې خلاصېږئ.

۱- تر خوراک وروسته خوله ومینځئ او لږ تر لږه ورځ کې دوه ځلي غاښونه برس کړئ،

۲- د غاښونو له برس کولو او مسواک وهلو سره سره ژبه هم صفا کړئ؛ ځکه چې د ژبې پر سر بکټریاګانې پاتې کېږي.

۳- په هرو شپږو میاشتوکې یو ځل د غاښونو ډاکټر ته د کتنې له پاره ورشئ،

۴- د لیاړو د زیاتوالي له پاره ژاولې وژوئ.

Leave a Comment