جالب او حیرانوونکي

څنګه دخپلو لمريزو هندارو (شمسیانو)عمر زيات کړو؟

20220927 113804
Avatar photo
Written by Zwak News

له لمریزو هندارو ( شمسیانو) د بریښنا او انرژي ترلاسه کول تر ټوولو ارزانه او اسانه لار ده چې دې ورستیو کې یې زموږ ګران هیواد افغانستان کې هم په کافی اندازه عمومیت موندلی دی.
لا هم له دې منبع د استفادې په اړوند د خلکو پوهولو ته اړتیا لیدل کیږي په دې لنډه لیکنه کې هغه ټکي له تاسو سره شریکوو چې په مټ یې ستاسو د لمريزو هندارو عمر زياتیدلی شي.


• دهندارې لينونه په خپل منځ کې له شارټي څخه وساتئ.

• کله چې هنداره ګرمه وي اوبه مه ورباندې پاشي ځکه چي د هنداري دماتيدو او برقي شاک درامنځته کيدو لامل ګرځي.

• تر لوډ لاندې هنداره له سيستم څخه مه خلاصوئ، بلکې لومړئ خپل برقي سيستم خاموش کړئ وروسته بيا هنداره خلاصه کړئ.

• دهندارې دپريمنځلو لپاره له هيڅ ډول کيمياوي موادو څخه استفاده مه کوئ ځکه کيمياوي مواد ستاسو دلمريزو هندار دمخ پوښ زيانمنوي (کوم چي دلمر دوړانګو دانعکاس څخه دمخنيوي لپاره دهندارې پر مخ هموار شوی).

• په سيستم کي دمختلفو جريانو (امپير) درلودونکو هندارو څخه ډه ډه وکړئ.

• دهندارې شاخوا وګورئ تر څو زخم او سوری ونلري چي همدا سوری دهندارې داخل (Cell) ته د نم داخليدلو لامل ګرځي او په نتیجه کي د هندارې سېل زيانمنوي.

• دبسته کولو په وخت کي د هندارو محکم بسته کولو ته پام وکړئ.

• دهندارو د پريولو لپاره له پاکو او صافو اوبو څخه کار واخلئ تر څو په خپل ترکيب کي اصافي منرالونه او القلي ګانې ونلري.

• هيڅ ډول او هيڅکله د هندارې پرمخ سايه (سيوری) مه جوړوئ.

• خپلې هندارې سهار وختي او يا هم مازديګر ناوخته پريمينځئ تر څو هنداره یخه او دلمر وړاندګي ضعيفي وي.

لیکنه له نورو سره شریکه کړئ!

Leave a Comment