لیکنې

ځدران وایي: دوزخ مو قبول دی خو چې نارینه

BackgroundEraser 20220927 093337698
Avatar photo
Written by Zwak News

په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو پخوانۍ استازې ښکلا ځدران وایي:
دوزخ مو قبول دی خو چې نارینه په کې نه وي.


نوموړې په یوه ټویټ کې ویلي؛ د نړۍ ټولو نارینوو په ښځو په را اخیستې ده، ښکلا ایران او هند ته په اشارې ویلي دي، یو یې په بې حجابۍ بل یې په حجاب وژ”ني.

ښکلا ځدران څوک ده ځوانه ټولنیزه فعاله ښکلا ځدران په اصل کې د خوست ولایت او کابل کې لویه شوې ده.نوموړې په حقوقو کې لیسانس لري او نړیوالو اړیکو کې ماسټري کوي.
ښکلا ځدراڼ په بېلابېلو ادارو کې د حقونو او جندر برخه کې دنده کړې او له سوېډن کمېټې سره هم د عدالت غوښتنې برخې کارمنه ده.


د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سکرتر جنرال اندریاس ستیفنسن وایي: “ښکلا ځدران د افغانستان د ځوانانو او په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره مهم غږ دی او د سویډن کمیټې یوه قدرمنه کارکوونکې ده.”


ښکلا ځدراڼ تېر دوبی د افغان ځوانانو له منځ په یوه سیالۍ کې ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه.

Leave a Comment