ځانګړې مطالب

ځانګړی مطلب د نجونو لپاره

20220823 113550
Avatar photo
Written by Zwak News

ځانګړی مطلب د نجونو لپاره

مياشتنی عادت هغه حالت دی، چې نوې پېغلې د لومړي ځل لپاره له ۱۱-۱۶ کلنۍ پورې پرې اخته او وروسته پرته د اميدوارۍ له مودې، په عادي ډول په هرو ۲۸ ورځو کې يوځل پيدا کيږي.

د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال لاندې ټکي بايد په پام کې ونیول شي:

۱- که چېرته میاشتنۍ ناروغي په هرځل راتګ سره حد اکثر یوه اوونۍ او حد اقل څلور ورځې دوام کوي دا نورمال حالت دی، مګر له دغه ان‌‌‌‌‌‌ډوله وتل په دې معنې چې میاشتنۍ ناروغي منظمه نه ده او د علت معلومولو لپاره باید روغتياپوهانو ته مراجعه وشي.

۲- هغه مېرمنې، چې په مياشتني عادت کې نظافت رعايت نه کړي، د رحم التهاب، د نفيرونو بندښت او ان د بې اولادۍ لامل يې هم کيږي.

۳- د ډېرو یخو اوبو او ګاز لرونکو نوشابو څخه دې ډډه وشي.

د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سړو اوبو څښل په رحم کې د وینې د پاته کېدو سبب ګرځي او بلاخره د التهاباتو تر څنګ په اوږد مهال کې د رحم د سرطانونو سبب ګرځي.

۴- که چېرې د مياشتني عادت پرمهال نظافت مراعات نه شي، يو لړ ستونزې هم رامنځته کوي، لکه خارښت او سوزاک.

د دې لپاره، چې له دې راز ستونزو نه ښځینه په امن کې وي، غوره ده چې د مياشتني عادت پر مهال له کوټکس/ پمپر نه ګټه واخلي.

هغه شمېرمېرمنې، چې نه شي کولای له کوټکس يا پمپر نه کار واخلي، هغوی دې ټوټه په صابون ووينځي، لمرته دې وچه او تر اوتو کولو وروسته دې ترې کار واخلي.

۵- د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې درانه او شاقه کارونه باید ونه کړل شي ځکه د وینې بهوونکي هارمونونه په بدن کې په ګړندۍ بڼه په حرکت کې وي او ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر د شدیدې خونریزۍ سبب ګرځي.

۶- د میاشتنۍ ناروغۍ په دوران کې د سر د پوستکي کوچني سوري واز يا پرانيستي وي نو په دې دوران کې د سر وینځلو په پار له شامپو کارولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ چې د ‌‌‌‌‌‌ډېر شدید سر درد سبب ګرځي.

۷- که میاشتنۍ ناروغي دفعتاً درېږي نو لمړی باید فکر وشي چې حمل مو اخیستی، خو که حمل نه وي نو بیا دا لاملونه لري، شدیده کم خوني، د تایرای‌‌‌‌‌‌ډ غدې غیرمنظم فعالیت، د نخامیه غدې غیر منظم فعالیت، د رحم سرطان، د تخمو سرطان، چې باید په دې اړه هرومرو روغتياپوهانو ته مراجعه وشی.

د نورو معلوماتو لپاره، زمونږ صفحه لایک او شیر کی ..

#ډاکټر

Leave a Comment