خبرونه

پکتیکا؛ خلک وایي له زلزلې سره وېروونکي او هیبتناک غږونه اورېدل کېږي

FV80x660 1 880x570 1
Avatar photo
Written by Zwak News

د پکتیکا ځايي مسولین وايي، د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له زلزلې سره هم مهاله له ځمکې ویرونکي غږونه اورېدل شوي.

د مسولینو په وینا، د سمیې خلک د یادو غږونو په اورېدو اندېښمن شوي او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي، چې ګیان ولسوالۍ ته جیولوجیکي ټیم ولیږي.

د پکتیکا ځايي مسولین وايي، چې د دې ولایت د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېرې ورځې راهیسې نږدې ۳۰ ځله زلزله شوې او یوازې له نن سهاره تر دې دمه ۴ ځله زلزله شوې ده.

د مسولینو په وینا، د سیمې خلکو ته د زلزلې له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

Leave a Comment