خبرونه

پټریوس: افغانستان کې مو ثابته کړه چې امریکا باوري ملګری نه دی

BackgroundEraser 20220809 081229970
Avatar photo
Written by Zwak News

له افغانستان په تېښتې سره مو نړۍ ته ثابته کړه چې امریکا د باور وړ ملګری نه دی. پخواني امریکايي جنرال ډیویډ پټریوس چې په امریکايي حکومت کې يې پر خورا لوړو نظامي څوکیو کار کړی دی، په تازه مقاله کې د افغانستان پر وړاندې د امریکا چلند غندلی دی.

نوموړي ویلي له افغانستان په بېړه د امریکايي عسکرو تېښتې د امریکا باور ته زیان رسولی او دا ثابته شوه چې په نړۍ کې زبرځواک نشته دی. دده په وینا د افغانستان پر وړاندې د امریکا اوسنی چلند او له دغه هېواد سره د اړیکو نه لرل د امریکا مقام او نامه ته لا ستره ضربه رسوي. هغه په دې اوږده مقاله کې د امریکایانو د وتلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه پراخ بحث کړی دی او اوسنی وضعیت یې د سیمې او نړۍ لپاره اندېښمنونکی بللی دی.

هغه په ټوله کې ددې ملاتړی دی چې امریکا د افغانستان په څېر یو هېواد له ځان سره متحد وساتي او د افغانانو لاسنیوی وکړي. تر څنګ یې د امریکايي ځواکونو وتل او پر افغانستان بندیزونه دواړه غندلي دي.

Leave a Comment