نړیوال خبرونه

پومپیو بایډ ته: ټوکې کوې، منځنی ختیځ امن نه دی

20220711 173521
Written by Zwak News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر مایک پومپیو واشنګټن پوسټ ته د منځني ختیځ د امنیت په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن وروستي یادښت ته په غبرګون کې ویلي چې د منځني ختیځ په اړه  د بایډن معلومات یا خو کافي نه دي او یا هم ټوکې کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې بایډن ټوکې کوي. د پومپیو په خبره، که چېرته جوبایډن غواړي چې د منځني ختیځ د امنیت په اړه په ډېر څه پوه شي نو باید د امریکا د مرکزي ځواکونو له قومندانۍ، اسراییلیانو، متحده عربي اماراتو، افغانانو او یا هم سعودي عربستان څخه پوښتنه وکړي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د منځني ختیځ د امنیت په اړه له بایډن سره یوازینی موافق کس د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌ای دی بس خلاص.

Leave a Comment