نړیوال خبرونه

پوتین: پر روسيې د لويديځ بنديزونه ليونتوب دی

41
Avatar photo
Written by Zwak News

پوتین: پر روسيې د لويديځ بنديزونه ليونتوب دی

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ويلي، پر روسيې د لويديځ له لوري د بنديزونو لګول ليونتوب دی.

ده د سنټ پيټرزبرګ نړيوال اقتصادي فورم ته په وينا کې وويل چې اقتصادي بنديزونه تر روسيې ډېر د بندیزونو لګوونکو ته زيان اړوي.

هغه وويل چې د بندیزونو له کبله اروپايي اتحاديې ۴۰۰ ميليارده ډالره زيان کړی.

په ورته مهال د روسيې ځينو نورو چارواکو او ادارو بيا ويلي چې د تېر کال کچې ته يې د هيواد د اقتصادي ودې رسيدل ښايي يوه لسيزه وخت ونيسي.

د دغه هيواد لويې پور ورکوونکې ادارې سبربانک ويلي، د هيواد د اقتصادي ودې بېرته سمېدل يې که که ناممکنه چاره نه وي نو په لنډ مهال کې شونې چاره هم نه ده.

Leave a Comment