ځانګړې مطالب

په ګډ ژوند کې د نارينه وو (۵) ناوړه عادتونه

20220930 152107
Avatar photo
Written by Zwak News

ګډ ژوند داسې پړاو دی چې ډېر نزاکت او پام غواړي، مهمه ده چې په ظرافتونو يې ځانونه پوی کړو او له تېروتنو پکې ځان وساتو، په ګډ ژوند کې د جوړو په تېره خاوند لپاره مهمه ده چې تېروتنې ونه کړي، پدې ليکنه کې به هغه ټکو ته اشاره وکړو چې نارينه بايد ځان ترې وساتي، کله چې نارينه تېروتنه کوي په مقابل اړخ بده اغېزه لري او زنده ګي په جنجال بدليږي، دلته به د نارينه (۵) هغه ناوړه عادتونه درته وړاندې کړو چې د مېرمنو د آزار سبب کيږي.

۱. ځينې مېرمنې چې دندې ته ځي، يا د مور له کوره تازه راشي او ياهم کور کې په کوم اړين کار بوختې وي او د پخلي لپاره پرې ناوخته وي اړينه ده چې خاوند مرسته وکړي، کله چې په دغسې وضعيت کې خاوند ځان غلی نيول وي، مرسته نه کوي او غوسه هم وي چې ډوډۍ ولې تياره نه ده، يا ولې ناوخته شو… نو په مېرمن ښه نه لګيږي، که په خوله څه ونه وايي خو زړه کې خپه وي چې ولې مې نه درک کوي.

بنا اړينه ده چې مېرمن درک شي، هغه کوم ماشين نه دی چې پرته له کومې وقفې دې ټوله ورځ کار وکړي، کله چې فرصت په لاس درځي بهتره ده چې له مېرمن سره مرسته وکړئ او د هغوی زړه تر لاسه کړئ.

۲. ژوند د تغير په حال کې دی د نن وخت انسان له پخواني انسان سره د شکل په حساب يو شان خو د اړتياوو په اساس توپير لري، په پخوانو زمانو کې ښځو ته يوازې د انسان د توليد د ماشين په سترګه کتل کېدل خو د ننۍ زمانې انسان ښځې ته هم د يو کامل انسان په سترګه ګوري او د هغې احساساتو او غوښتنو ته درناوی کوي،

که مېرمن درته وايي چې نن بازار ته ځم او تاسې ورته وواياست چې نن مه ځه او نور هېڅ توضحات ورنکړئ، ممکن فکر وکړي چې مينه نه راسره لري، دغسې چلند نه يوازې په ګډژوند کې د فاصلو د اېجاد لامل کيږي بلکې بې باوري، رواني مشکلات او نورې ستونزې هم زيږوي. نو کله چې مېرمن يوه هيله درڅخه کوي که منئ هم نه هغې ته مو د نه کولو يا نه منلو دليل ووياست .

۳. ځينې نارينه چې کور ته څنګه دا خلېږي فکر کوي چې دلته نور ټول کارونه د مېرمن مربوط دي، دی بايد يوازې ډوډې پکې و خوري، ويده شي، جامې بدلې کړي … په دغسې وضعيت کې مېرمن د تنهايي احساس کوي او په رواني اساس ځوريږي. که خاوند د کور په تنظيم، د اولاد په روزنه او پالنه او ورته نورو اړينو برخو کې له مېرمن سره مرسته ونه کړي د کور و ضعيت ناسمې خواته ځي، برعکس که نارينه په کورکې هم يو نيم مسئوليت واخلي، په مېرمن د مينې غږ وکړي، هغه و هڅوي … هم يې مېرمن ښه روحيه اخلي او هم يې اولادونه په عاطفي لحاظ بشپړ لويږي.

۴. مېرمنې هم ممکن ځينې وخت خپل خاوند له نورو سره مقايسه کړي ، خو مېرمنې له پرتله کولو بيخي زياته کرکه لري، مېرمنې پرتله کولو ته د حقارت په سترګه ګوري، هغه نارينه چې خپله مېرمن له نورو سره يا يې مينه د مور له مينې سره پرتله کوي د خپلې مېرمنې کرکه راپاروي او هغوی خپه کوي. پرتله کول که بيخې بې مقصده او د ټوکې لپاره هم وي په مېرمنو ښه نه لګي او له دغه چلند يې ښه نه راځي.

۵ ـ بېنظمي: که کوم خاوند په کور کې نظم ته ارزښت نه ورکوي، کثافات خپل ځای ته نه وړي او خپل توکي تيت و پرک پرېږدي نو مانا يې داده چې خپلې د ژوند ملګرې ته توهين کوي، ځکه چې د دې په کار و زيار سترګې پټوي… نو که غواړئ مېرمن درته غوسه نه شي نظافت او دسپلين مرعات کړئ او خپل وسايل په خپله ټول کړئ.

ياداښت: که غواړئ چې مېرمن مو تل خوشاله وي او ستاسې قدر وکړي، درته غوسه نه شي او سرشاره مينه درکړي. نو د نورو په وړاندې يې د کارونو ستاينه وکړئ، احترام ورته ولرئ، خبرو ته يې غوږ و نيسئ، منيه ورکړئ، مشوره ورسره وکړئ، ډالۍ ورکړئ… پدې سره به مو ګډ ژوند له فرېشانيو تش وي.

Leave a Comment