خبرونه

په کاناډا کې يو سپين ږيرى سړى پدې جرم محکوم شو چې يوه ډوډۍ يې غلا کړې وه .

1664684450427
Avatar photo
Written by Zwak News

په کاناډا کې يو سپين ږيرى سړى پدې جرم محکوم شو چې يوه ډوډۍ يې غلا کړې وه .
سپين ږيري کس پخپل جرم اعتراف وکړ او د دې لامل يې داسې بيان کړ :
ډېر وږى وم لږ پاتې و له لوږې مړ شم بله چاره نه وه څه مې کړي واى؟
قاضي ورته وويل چې ، ته پخپله اعتراف کوې چې غلا

دې کړې نو پدې اساس زه تا لس ډالره جريمه کوم خو داچې تاسره لس ډالره نشته نو زه يې له خپل اړخه ستا جريمه ورکوم ، په محکمه کې د خاموشي فضا خپره شوه قاضي ټولو حاضرينو ته وويل چې زما په ګډون تاسو ټول په لس لس ډالره جريمه محکوموم ، مونږ ټول مجرمين يو ولې زمونږ په ښار کې دې څوک د لوږې له لاسه غلا کولوته مجبوره شي؟


ټولو حاضرينو لس لس ډالره راټول کړل ټول څلورسوه اتيا ډالره راټول شول او قاضي دا پيسې هغه بېوزلي بابا ته ورکړې.

مرحوم شېخ شعراوي وايي که د مسلمانانو په ښار کې مو کوم فقير تر سترګو شو نو پوه شئ چې د هغه ښار شتمنو خلکو د ښار د خلکو مال غلا کړى.


راځئ! اجازه ورنکړو چې انسانيت په مونږ کې ووژل شي .
د انسانيت مرګ د ټولو خوبيانو مرګ دى دې ته وايي عدالت راشه مونږ ته ووګوره.
بلنې مو هېرې نشي!

Leave a Comment