جنسي لارښود

په ښځو کې د جن+سي ستونزو، لاملونه او درمنله!

20220913 105919
Avatar photo
Written by Zwak News

د ګډ ژوند له ستونزو څخه يوه ستونزه د ښځې او خاوند تر منځ د جن سي اړيکو د سرته رسولو په وخت کې، نه همغږۍ، په اجباري ډول د ج نسي اړيکو سرته رسول، جن سي ستونزې، وېره او نور دي، چې کولی شي نوی پيل شوی ګد ژوند د تيارې په لورې يوسي. ښځې او خاوند دواړو ته په کار ده، چې د ژووند په ټولو برخو کې؛ په ځانګړې ډول په جن سي ستونزو او نا برابريو کې، د يو او بل په څنګ کې وي او پر وخت یې حل پيدا کړي.په دې لېکنه کې د جن سي اړيکو په وخت کې هغه ستونزې درته په ګوته کوم، چې ښځې ورسره مخ دي.
۱- جن سي ستونزه څه ته وايي؟
جن سي ستونزه هغه ستونزه ده، چې د ښو، مثبتو، همغږه، قانع او روغتيايي جن سي اړيکو مخنيوی کوی.


۲- په ښځو کې د جن سي ستونزو نښې نښانې:
که څه هم په ښځو کې جن سي ستونزې له يوې تر بلې ښځې، او همدا ډول د عمر، ځای، کورني ژوند او نورو لاملونه په اساس توپير لرونکې دي، خو په عمومي ډول په ښځو کې د جن سي ستونزو څو نښې په لاندې ډول دي.
– د جن سي اړيکو د ترسره کولو په پار کمه او يا په مکمل ډول د جن سي اړيکو د نه ترسره کولو هيله.
– په مشکل ډول ښځه جن سي اړيکو ته هڅول او تحريک کيږي او يا د جنسي اړيکو د تر سره کولو هيله په کې مړاوې وي.
– د جن سي اړيکې وروسته ښځه جن سي اوج يا ارګازم ته نه رسيږي.
– د جن سي اړيکو په وخت کې، د درد حس او شتون.

۳- په ښځو کې د جن سي ستونزو لاملونه: مخکې له دې چې په ښځو کې د ج نسي ستونزو په لاملونو خبرې وکړو، لومړی بايد په ښځو کې د جن سي ستونزو لاملونه په دوو لويو برخو ووېشو. چې يو يې فزيکي لاملونه دي او دويم هم روحي فشارونه او لاملونه دي. په عمومي ډول په ښځو د جنسي ستونزو لاملونه په لاندې ډول ښودلی شو.- تريخ کورنۍ ژوند، اندېښنې، ذهني فشار، په تېر وخت کې ورسره د بدو پېښو لکه جن سي تيري او يا د جن سي زورونې خاطرې.
– د هورمونو ګډوډي، عصبي مشکل، په تناسلي سېسټم کې ستونزې او ناروغۍ.
– د ځينو ناروغيو څخه د درملو خوړل هم په ښځو کې جن سي ستونزې رامنځ ته کوي. د بلېګې په ډول دوينې د فشار او شکرې د ناروغۍ درمل د جن سي ستونزو لامل کېدای شي.


۴- په ښځو کې د جن سي ستونزو درملنه: تر ټولو غوره لاره دا ده، چې لومړۍ جن سي ستونزه تشخيص شي؛ چې روحي ده او که فزيکي؟ که چېرې په ښځه کې جن سي ستونزه د اندېښنو، ويرې، تشويش، روحي فشار، تريخ کورني ژوند، په ژوند کې د ناهيلۍ او نورو په وجه وي، نو بهتره درملنه يې دا ده، چې له خاوند سره دغه پورته ستونزې شريکې شي. خاوند ته په کار ده، چې په پوره پاملرنې سره د پورته يادو ستونزو په اړه فکر وکړي او د ژوند له ملګرې سره يې په داسې ډول حل کړي، چې نوموړې په ځان باور پيدا کړي او د ناهيلۍ له رنځ خلاصه شي.


که چېرې ستونزه روحي نه بلکې فزيکي وي، لکه د هورمونونو ګډوډي، عبصي مشکل، د تناسلي سېسټم ناروغۍ او نور، نو بيا غوره ده، چې په وخت سره له اړوند متخصص ډاکټر سره مشوره وشي، درمل وخوړل شي او د مخنيوي هڅه يې وشي.که چېرې د ښځې او خاوند دواړو، جن+سي ستونزو ته په کم نظر سره وکتل شي، نو لېرې نه ده، چې خوږ ګډ ژوند به د تيارو په لور ټيل وهي، هم به د ښځې او خاوند ګډ ژوند د نورو ستونزو ښکار شي او هم به يې اولادونه له رنګ – رنګ ستونزو سره مخ وي.

Leave a Comment