جنسي لارښود

په ښځو او سړيو کې وژ”ونکې جن+سي ناروغۍ وپېژنئ!

20220914 152121
Written by Zwak News

جن+سي ناروغۍ تر ډېره له ناروا او نامشروع اړيکو څخه پيدا کېږي. دا چې د اسلام په سپېڅلي دين کې زنا او ورته نورې ناروا جن+سي اړيکې حرامې ګڼل شوې دي، يو اساسي لامل يې د ناروغيو مخنيوی دی. په عمومي ډول د اېډز ناروغي او د HIV وېروس د خلکو ترمنځ د جن+سي ناروغيو په نوم پېژندل کيږي، خو يو شمېر داسې نورې ناروغۍ هم شتون لري، چې د جنسي اړيکې او يا هم د نورو لاملونو په اساس پيدا کيږي، چې جن سي او تکثري سېسټم تر بريد لاندې نيسي او وژنکې پايلې له ځان سره لري.

په دې لېکنه کې، هغه ناروغۍ چې د جن+سي اړيکو په اساس پيدا کېدونکې او يا هم هغه ناروغۍ چې په جنسي او تناسلي سېسټم بد اغېز کوي، درپېژنو.
۱- سوزاک Gonorrhea: سوزاک چې د Neisseria Gonorrhoeae بکتريا په وسيله رامنځ ته کيږي، د تناسلي سېسټم خطرناکه ناروغي ده. سوزاک د جنسي اړيکو په وسيله په اسانۍ له ناروغ کس څخه روغ کس ته لار پيدا کوي او خپل فعاليت پيل کوي. هره شيبه د تشو متيازو احساس کول، د تشو متيازو په وخت کې د تناسلي غړو سوځېدل او د تشو متيازو د رنګ ژيړوالی او ځيني وخت وينه؛ د سوزاک نښې دي.


۲- هپاټېټز Hepatitis: دغه هم د تناسلي سېسټم ناروغي ده، چې په ځګر باندې اغېز کوي. هپاټېټز Hepatitis له ناروغ کس څخه روغ انسان ته د جن+سي اړيکو په وسيله انتقاليږي او د حملې اصلي ځای يې ځګر دی. هپاټېټز Hepatitis د ځګر سرطان پيدا کوي او که په وخت يې درملنه ونه شي، نو ناروغ کس له منځه وړي. د هپاټېټز Hepatitis په اړه د اندېښنې خبره دا ده، چې ډېر وخت وروسته يې نښې – نښانې، چې د عضلو درد، ګانکې او نور دي، راپيدا کيږي.


۳- سېفلېس Syphilis: دغه ناروغي د Treponema Pallidum بکتريا له خوا پيدا کيږي او Treponema Pallidum بکتريا په تناسلي غړو کې ژوند کوي. دغه ناروغي هغه وخت خپل فعاليت پيلوي، چې د تناسلي سېسټم کوم غړی ټپ ولري او يا هم د روغ انسان خوله او پوزه د ناروغ کس د ټپ لرونکي تنا’سلي غړي سره په اړيکه کې شي. هغه وخت چې ماشوم د مور په نس وي او مور يې د سېفلېس Syphilis ناروغي ولري، نو شونې ده چې ماشوم ته هم دغه ناروغي انتقال شي. د تناسلي غړو د وېښتانو توېدل، د وجود تبه، او د پوستکي سوروالی د دغه ناروغۍ نښې دي.۴- کلامېډيا Chlamydia: دغه ناروغي سوزاک ته ورته والی لري. د سوزاک نښې ژر راڅرګنديږي خو د Chlamydia نښې ښايي په يو کال کې هم راښکاره نه شي. که چېرې د جنسي اړيکو په وخت کې د نارينه او ښځنيه تناسلي غړي پرته له کوم بل لامل درد کوي، نو ښايي چې لامل يې Chlamydia بکتريا وي.


۵- خرچنګ Crabs: هر کله چې د تنا”سلي غړو بهرنی پوستکی خارښت کوي او يا هم د پوستکي پر سر يو شمېر کوچنيو دانو ته ورته دانې راښکار شي، نو دغه ناروغي د تناسلي سېسټم د Crabs ناروغۍ په نوم ياديږي. Crabs هم تر ډېره د جن+سي اړيکو په وسيلې له ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقاليږي.جن+سي او تنا’سلې ناروغۍ ځکه د نورو په پرتله خطرناکې دي، چې په يو شمېر ټولنو کې يې خلک په اظهار او ډاکټر ته په ښوودلو شرم کوي او په همدې اساس ناروغۍ ډېر فعاليت کوي او وروسته يې درملنه ستونزمنه کيږي.

Leave a Comment