په نړۍ کې اوبه د الله له سترو نعمتونو څخه دي، چې له دې پرته د انسان ژوند خیال کول ناشونې دي، نو ځکه ددې په استعمال کې هم ځانګړي اداب ورکړل شوي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم به همیشه په ناسته اوبه څښلې، او د اسلامي زده کړو په رڼا کې ددې اهمیت ته په کتلو د اوبو څښلو ځانګړي اداب ښودلي شوي چې په لاندې ډول دي:په بسم الله پېل کول، په ښي لاس څښل، په دریو ساګانو څښل، په ناسته څښل او په پای کې الحمد لله ویل.
لکه څرنګه چې په ناسته اوبه څښل ددې د ادابو څخه دي، نو ددې په ځانګړي لاملونو انسان له یو شمېر ناروغیو څخه ژغورل کیږي.
اوسني حالاتو ته په کتلو په ولاړه اوبه څښل یو عادت ګرځېدلی، خو دا یو بد عادت ګڼل شوی او انسان په یو شمېر ناروغیو اخته کوي.
معده خرابوي
د راپورونو له مخې په ولاړه اوبه څښل مستقیما د معدې دیوال سره ټکر کیږي او د څپو په شکل هلته ښکته کیږي، چې دا د معدې شاوخوا اعضا او د مرۍ نالۍ ته زیان رسوي، څيړونکي وایي که چیرې انسان په ولاړه اوبو څښلو ته دوام ورکړي نو دده هاضمي سیستم له منځه تللی شي.
پښتورګي زیانمنوي
همدا ډول څیړونکي وایي چې په ولاړه اوبه څښل پښتورګو ته هم زیان رسوي، چې له کبله یې د تشو متیازو لاره کې سوزش او نورې ناروغۍ رامنځته کیږي.
د بندونو ناروغۍ رامنځته کوي
سربېره پر دې په ولاړه اوبه څښل د بندونو ناروغي هم رامنځته کوي، کله چې انسان په ولاړه اوبه څښي دده په بدن کې د مایعاتو توازن ګډوډیږي، او په بندونو کې اضافي مایعات یوځای کیږي چې د ناورغۍ لامل جوړیږي.
د معدې تیزابیت زیاتوي
په ولاړه اوبه څښل د معدې تیزابیت زیاتوي او سوی رامنځته کوي، ځکه چې په دې سره د غذا لارې ته سخت زیان رسیږي.څیړونکو دغه خبره هم څرګنده کړې چې په ولاړه اوبو څښلو سره په سم ډول تنده نه ماتیږي، کله نا کله په ولاړه اوبه څښل هیڅ زیان وانه ړوي خو ددې عادت جوړول د وخت په تیرېدو سره د یو شمېر ناروغیو لامل کیږي.
باید وویل شي چې د شرعې له نګاه نه په ولاړه اوبه څښل که څه هم ناروا او ښه کار نه دی خو حرام هم نه دی، نو د اړتیا پر وخت په ولاړه اوبه څښل د شرعې له نکاه نه ستونزه نه ده.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ