په وزیرستان کې په یوه نښته کې پنځه پاکستاني عسکر و”ژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني عسکرو غوښتل
چې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات وکړي خو له بر+ید سره مخ شوي دي او په پېښه کې پنځه پاکستاني عسکر وژ+ل شوي دي. په ورته وخت کې پاکستاني
رسنۍ وایي وروستیو فعالیتونو ته په کتو داسې ښکاري چې پاکستاني ط’ البان په سیمه کې د پیاوړتیا په حال کې دي او دې مسئلې پاکستاني امنیتي ادارو ته سختې اندېښنې پارولې دي. همدارنګه بلوڅ بېلتونپالو هم پر پاکستاني عسکرو خپل بر+یدونه او عملیات ډېر کړي دي