سپورټ

په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه پښه د لیونل میسي چپه پښه ده چی په

93352c43d3457425
Avatar photo
Written by Zwak News

په نړۍ کې تر ټولو ګران بیه پښه د لیونل میسي چپه پښه ده چې د 900 ملیونه ډالرو په ارزښت بیمه شوې.
او د رونالډو دواړه پښې بیا په 99 ملیون ډالرو بیمه سوي دي👣


یونل اندرس مېسي چې د ۱۹۸۷ ز کال د جون میاشتې په ۲۴۴مه نېټه زېږېدلی او په لیو مېسي هم مشهور دی، یو ارجنټاینی مسلکي فوټبالېست دی چې په لیګ ۱ سیالیو کې د پاریسن جرمن



کلب لپاره د بریدګر په توګه او د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره د کپتان په توګه لوبېږي. مېسي چې د نړۍ او فوټبال د تاریخ تر ټولو ښه لوبغاړی بلل کېږي، د ریکارډ په ډول یې د طلايي توپونو او د اروپا د طلایي بوټونو شپږ شپږ جایزې ګټلې دي او همدا راز په ۲۰۲۰ ز کال کې د طلايي توپ ارماني لوبډلې ته انتخاب شو. مېسي په ۲۰۲۱ ز



کال کې د بارسلونا کلب تر پرېښودو وړاندې خپله ټوله مسلکي مخینه په دغه کلب کې تېره کړې وه، چې د کلب په کچه یې د ۳۵ جامونو د ګټلو ریکارډ خپل کړ؛ په دغو جامونو کې د لالیګا لس اتلولۍ، د کوپا دل رې اووه اتلولۍ او د اروپا د اتلانو لیګ څلور اتلولۍ شاملې دي. مېسي یو بریالی ګول ‌وهونکی او خلاق پلې مېکر


(Playmaker) دی، ځینې ریکارډونه یې جوړ کړي چې په لالیګا کې تر ټولو ډېر (۴۷۴) ګولونه، د لالیګا او اروپا لیګ په یوه فصل کې (۵۰) ګولونه، په لالیګا کې تر ټولو ډېر (۳۶) او د اروپا د اتلانو په لیګ کې (۸) هېټریکونه، په لالیګا کې


د ګول تر ټولو ډېر (۱۹۲) پاسونه او د لالیګا او کوپا امریکا په یوه یوه فصل کې (۲۱) او (۱۷) پاسونه دي. همدا راز دی د سویلي امریکا د یوه نرینه لوبغاړي په توګه د تر ټولو ډېرو (۸۰) نړیوالو ګولونو ریکارډ هم لري. مېسي په خپله مسلکي مخینه کې د خپل کلب او هېواد لپاره تر ۷۵۰ ډېر ګولونه وهلي او د یوه کلب لپاره د یوه لوبغاړي په توګه تر ټولو ډېر ګولونه لري.

Leave a Comment