زر انزالیدل نن سبا یوه عامه ستونزه ده چې ډیری ځوانان ترې ځوریږي. د نارینه وو زر انزالیدل او دمقابل جنس د غریضې نه اشباع د ګډ ژوند په اړیکې ناوړه او منفې اغېزې رامنځته کوي. دوی له خپل ګډ ژوند ناخوښه او د خپلې جوړې په وړاندې یو ډول د کمترۍ احساس کوي.
زر انزالیدل او په بشپړ ډول د جنسي غریضې نه اشباع د جوړې په دواړو ملګرو بدې اغېزې لري. د ګډ ژوند اړیکه زیانمنوي، د خاوند او میرمنې ترمنځ د تبعیضي چلند، له ژوند ناخوښي او بلاخره د نارینه وو د رواني ستونزو راولاړیدو سبب کیږي.
ولې ځینې نارینه زر انزال یا له وخت مخکې خلاصیږي؟
د جن×سي اړیکې ترمنځ اوږد واټن
د زر انزالیدو یو له مهمو لاملونو څخه د جماع ترمنځ اوږده فاصله ده، چې له مودې وروسته په یوه ځل ددغه احساساتو قابو کول ستونزمن او د زر انزال سبب کیږي.
روحي فشار او اضطراب
اندیښنه او خفګان په نارینه وو کې د زر انزالیدو یو له مهمو فکتورونو ګڼل کیږي. په نورو عواملو کې شخصیتي بې کفایتي، غیر جنسیتي طمعې، هم جنسي تمایلات او له یوې ښځې سره مخابراتي اړیکې شاملي دي.
غیر صحي خواړه
غیر مغذي خواړه (فاسټ فوډ، انرژيو څښاک…) د نارینه وو زر انزالیدو، احساساتو سړیدو او د میرمنو د ویرې سبب کیږي.
د مقابل جن+س نه درک کول
میرمنو کې د جنسي اړیکې لمړنۍ اړتیا ارامي او د راحتی احساس دی چې له جماع څخه مخکې باید ددوي احساساتو ته پاملرنه وشي.
په کافي اندزاه خوب نه کول
بې خوبي او د خوب بې نظمي د جن+سي ستونزو یو له عامو علتونو څخه کڼل کیږي. بې خوبي پخپله د ډیرو ستونزو (غیر صحي خواړه، روحي فشار، چاپیریالي فشار، رواني ناروغۍ، سګرټ او نشه یي توکو کارول…) له امله رامنځته کیږي چې یادې ستونزې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د جن×سي بې نظمیو سبب کیږي.
د زر انزالیدو د مخنیوي او درملنې میتودونه
په عموم کې د زر انزال کیدونکو نارینه او میرمنو د درملنې میتودونه په دوو کټګوریو ویشل شویدي، چې له شفاهي او غیرشفاهي میتودونو څخه عبارت دي.
احساسات مو کنټرول کړئ
د چوش او زر ګرمیدلو څخه ډده کول نه یوازې د زر انزالیدو مخنیوی کوي بلکې د دواړو خواوو د خوښۍ سبب ګرځي.
په دغه میتود کې د مقابل جنس بدن لمس کول، د هغوی ښکلول، د مینې خبرې کول، د وجود مالش او په نرمۍ سره د وجود ښکلول شامل دي چې د جنسي ملګرې د تحریک او لذت لپاره حداقل یاد میتود له ۲۰ــــ۳۰ دقیقو دوام وکړي.
پدې میتود سره نارینه د مقابل جنس د احساساتو کنټرول زده کوي او د خپل انزالیدو وخت اوږدوي.
د جن+سي عمل شمېر ډیر کړئ
څرنګه چې په هره اړیکه کې واټن د اړیکې خوږوالی او ارزښت کموي همدارنګه په جنسي اړیکه کې زیات واټن د زر انزالیدو سبب کیږي.
که تاسې په منظم ډول اونۍ کې ۴ــــ۶ ځلې مباشرت وکړئ نو د څو اونیو له تیریدو وروسته به ستاسې د انزال وخت کې اغېزمن زیاتوالی راغلی وي.
د مباشرت په ترسره کولو کې مخکې والی وکړئ
له خپل جن+سي ملګرې سره په مباشرت کې مخکې والی وکړئ. دا تګ لاره له تاسې سره د فشار او اضطراب په کمولو کې مرسته کوي.
په مباشرت کې مخکې والی تاسې ته ډاډ او ارامتیا دربښې تر څو په ارامۍ سره جن×سي عمل ته ننوځئ.
له جن+سي ملګرې سره ښې اړیکې ستاسې داحساساتو کنټرول سبب کیږي، ستاسې جوش او جذبه کموي او د انزال وخت مو ډيروي.
ورزش وکړئ
منظم ورزش او تمرین کول نه یوازې جن+سي اړیکي ځواکمنوي بلکې تاسې له ډیرو نورو مزمنو ناروغیو څخه ساتي.
کانډوم وکاروئ
کانډوم کولای شي د زر انزالیدو څخه مخنیوی وکړي. د کانډوم کارول د نارینه جسم د زیات تحریکیدو څخه مخنیوی کوي او تاسې د ښه او اوږد مباشرت فرصت درکوي.
موضعې بې حسه کوونکي وکاروئ
د موضعې بې حسه کوونکي کریمونه د زر انزالیدو په درملنه کې خورا اغېزمن ثابت شویدي. اما پام وکړئ چې د جن+سي مداخلې یا مباشرت له پیل مخکې خپل جسم پاک ووینځئ ترڅو یاد مواد د ښځینه جسم ته داخل نشي، که چیرته یاد مواد د ښځینه جسم ته داخل شي نو بیا د هغوی انزالیدل او جن+سي غریضې اشباع د نارینه وو لپاره خورا ستونزمنیږي.
د فشار له تمرین ګټه واخلئ
د ج+نسي عمل په پوره راحتی پیل کړئ هغه مهال چې ستاسې جن+سي غریضه اعظمي حد ته ورسیږي جن+سي عمل وځنډوئ او د بدن یوه برخه مو په زور وڅکونډئ. پدې عمل سره به ستاسې د دماغي تمرکز لوری بدل او د زر انزالیدو مخنیوی وشي.
د Start & Stop له تمرین ګټه واخلئ
جن+سي عمل پیل کړئ او تر هغې دوام ورکړئ چې فکر کوئ ممکن نور انزال شئ، همدغه مهال خپل جسم د یوې شیبې لپاره بهر کړئ او له هغې وروسته بیا خپل جن+سي عمل ته دوام ورکړئ.
دا چاره به لمړیو کې ستونزمنه وي خو له تکرار وروسته ستاسې د راحتۍ او جن+سي عمل اوږدړالي سبب کیږي.
درمل وکاروئ که د یادو میتودونو په ترسره کولو سره ستاسې ستونزه حل نشي او له جن+سې اړیکې ناخوښه وئ نو بیا د یوه معالج ډاکټر په مشوره د زر انزالیدو ضد درمل وکاروئ.
نوټ: که غواړی دا او دی ته ورته مطاالب وچورئ صفحه لایک او شیر