روغتیا

په مـــــــوټر کي د استفراغ او سرچرخي ناروغيو رهنمایی او تــــــداوي

20220916 111600
Avatar photo
Written by Zwak News

دي ناروغي ته په انګليسي موشن ناروغي (motion sickness) وايي په عمومي ډول د سوارلي په موټر کي په طياره کي کشتي کی د درياب د سپو په مقابل کي پيداکيږي د ټولني ديرش فيصده خلګ ددي مشکل سره مخ کيږي

د انسان د حرکتو کنترولونکی مرکز عصاب دي , عصابو ته د حرکت په ارتباط د دري ځايو څخه په همږغي سره سيګنالونه راځي لکه سترګي غوږونه د وجود بعضي نسجونه دي چي په عادي حرکتو کي په همږغي سره عصابو ته يو رقم سيگنال ورکوي مثال لکه په قدم وهلو کي …اما کله چي تاسي موټر کي يا طياره کي سپاره شي د سیگنالو تر منځ همږغي نه وي موجود سترګي د حرکت سيگنال ورکوي غوږ د ولاړ سیگنال ورکوي همدغه ګډوډ سیگنالونه د انسان د سرچرخي او استفراق (خواگرځي) سبب وگرځي

دا ناروغي مرگوني نده اما انسان ځورونکي ناروغي ده د حل لاره شته د مسافري پر وخت لاندي لارښوونه عملي کړی * د سوارلي په موټر يا طياره کي داسي ځاي کښيني چي تاسي ته د حرکت جهت (طرف) معلوم سي او جهت درسره تعقيب کړي

* په موټر کښي کوښښ وکړي د مخ په چوکي کي کښيني چي لاره او جهت په خپل سترگو وويني * په طياره کي د کړکي خواته کښيني تر کړکي د منظري کتلو ته ادامه ورکړي
* په طياره کښي کوښښ وکړي د وزر سره په نژدي چوکي کي کښيني ځکه وزر نسبت نورو برخوته ډير حرکت نلري تکان نه درکوي
* دسوارلي په موټر کي متوجي اوسي داسي چوکي بايد انتخاب نکړي چي د حرکت جهت يوي خواته وي او ستا مخ بلي خواته وي

دواګاني هم لري مؤثري دي بايد د ډاکتر په مشوره استعمال سي چي يو ښه مثال يي د دوا درته ليک
ډيمين هايدرينيټ (dimenhydrinate) چي ډرامامين (dramamine) هم ورته وايي مؤثره دوا ده د پنځوس (50mg) او سل (100mg) ملي ګرامه په اندازه ټابليتونه لري د حامله ښځي لپاره هم استفاده کيداي شی ځکه د بي ویټامین( B) ګروپ څخه دي
ټابلیت که د غذا سره و خوړل سي که بيله غذا مشکل نسته

د بالغ انسان لپاره په هر شپږ(4-6) ساعته کي يوه ګولي استعمال کولاي سي په ورځ کي تر دري ځلي اضافه بايد استعمال نشي د ماشومانو لپاره چی عمر يي د 2-6 تر منځ وي نيمه ګولي (25-12,5mg) استفاده کولاشي په لاندي حالتو کي بايد نشي استعمال لکه تر دوه کالو کوچني اطفال د پښتورګي او ينه (جيګر) شديد مشکلات ولري ماشومم ته تي ورکونکي مير من …

Leave a Comment